لیون پنېتا: افغانستان کې له خپلو ژمنو نه په شا کېږو

لیون پنېتا د انځور حقوق AP
Image caption لیون پنېتا افغانستان ته له تلو مخکې خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي بدلون نه دی کړی.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، دغه سفر د کندهار پنجوايي کې د یوه امریکايي پوځي په ډزو د ۱۶ ولسي وګړو د وژل کېدا تر پېښې مخکې پلان شوی و.

لیون پنېتا په هلمند کې له امريکايي ځواکونو سره د ليدلو پر مهال ومنله چې په افغانستان کې يو لړ ننگونو د امريکې هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي، خو يو ځلې بيا يې په ټينگار سره دا خبره هم وکړه چې د القاعده او طالبانو د ځپلو په کار کې هيڅ خنډ هغوى د خپلو ژمنو نه شي په شاکولاى.

لیون پنېتا د هلمند له والي ګلاب منګل سره وکتل.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي چې په دغې ليدنه کتنه کې ښاغلي منگل له امريکايي چارواکي غوښتنه وکړه چې امريکا بايد د ملي پوځ، پوليسو او ملي امنيت ځواکونه په پرمختللو او اړينو وسلو سمبال کړي.

دا رنگه د ښاغلي احمدي په وينا چې د امريکې د دفاع وزير خپله ژ منه يو وارې بيا تازه کړه چې د امنيتي واگو د لېږد سره، سره به امريکايان افغان دولت تر هغې يوازې پرې نه ږدي چې دغلته د القاعده شبکې او طالبانو گواښونه له منځه نه وي تللي.

ښاغلى پنيتا لومړنى امريکايي چارواکى دى چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ له پېښې وروسته چې يو امريکايي سرتيري شپاړس ولسي وگړي ووژل افغانستان ته سفر کوي.

د امريکې د دفاع وزارت سرچينې وايي چې افغستان ته د ښاغلي پنيتا له سفر د دغې پيښې نه وړاندې ټاکل شوى و.

لیون پنېتا افغانستان ته له تلو مخکې خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي بدلون نه دی کړی:

"فکر کوم اوس موږ پر سمه لار روان یو او د خلکو د ارامه ژوند لپاره د زمینې برابرولو هلې ځلې ګړندۍ کړو."

د تېرې یکشنبې پر ورځ، سپیده داغ مهال یوه امریکايي پوځي د کندهار پنجوايي په الکوزیو کلي کې په ډزو لږترلږه ۱۶ ولسي وګړي ووژل.

په وژل شوو کې نهه یې ماشومان وو.

په پام کې ده، چې ښاغلی پنېتا به له ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د پېښې په اړه امریکايي چارواکو بښنه وغوښته، خو د پنجوايي قومي مشران وايي، دغه ولسي وګړي د هغې چاودنې په غچ اخیستو کې وژل شوي، چې له پېښې درې ورځې وړاندې پکې یو شمېر امریکايي پوځيان ووژل شول.

پرون (سه شنبه/ مارچ۱۳) قومي مشرانو له کابله ورغلي پلاوي ته وویل، چې له پېښې مخکې په سیمه کې د امریکايي پوځيانو پر یوه ټانک ماین والوت، او یو شمېر امریکايي پوځيان پکې ووژل شول.

د قومي مشرانو په وینا، له چاودنې وروسته امریکايي پوځيانو کلیوال او قومي مشران راټول کړل، او د غچ اخیستو ګواښ یې ورته وکړ.

یوه قومي مشر دا هم ویلي، چې په دې اړه دوی ثبوت لري، چې امریکايي پوځيانو د هغوی د ماشومانو د وژلو ګواښ ورته وکړ.

ورته مطالب