اوباما: د افغانستان ماموريت په مسوولانه ډول پاى ته رسوو

اوباما او کامیرون د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما:''افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږدولو د راتلونکي پړاو پلان جزييات به د شيکاگو د ناټو په سرمشريزه کې په ډاگه شي.''

د افغانستان مساله په واشنگټن کې د امريکا او برتانيا د مشرانو ترمنځ د خبرو د سر سر موضوع وه.

له ښاغلي کاميرون سره تر خبرو وروسته، ښاغلي اوباما وويل، افغانستان کې د وروستيو ورځو تراژيدي پېښې ددې څرگندويي کوي، چې روان ماموريت يې افغانستان کې څومره ستونزمن دى.

د هغه اشاره د يکشنبې د ورځې هغې پېښې ته وه، چې يوه امريکايي عسکر د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په گډون شپاړس ولسي وگړي ووژل.

خو ښاغلي اوباما وويل، له دغو ټولو ننگونو سره سره، امريکا او برتانيا په بشپړ ډول د افغانستان روان ماموريت پاى ته رسولو ته ژمن دي:

"موږ به دغه ماموريت بشپړوو او په مسوولانه ډول به دغه کار کوو. ناټو به دېته ژمنه پاتې کېږي، چې افغانستان يو ځل بيا د القاعدې په خوندې مرکز وانه وړي چې دوى بيا زموږ پر هېوادونو بريد وکړي."

د برتانيا لومړي وزير ډيويډ کاميرون اوباما ته نژدې ورته څرگندونې وکړې او ټينگار يې دا و، چې له سترې بيې سره سره، برتانيا به له دغه ماموريت نه لاس وانخلي.

د دواړو هېوادونو مشران په دې کې هم سره هم يوه خوله وو ، چې په افغانستان کې رښتينی پرمختگ شوى دى.

ولسمشر اوباما وويل، پر القاعدې او طالبانو د گوزاونو ترڅنگ، د افغان امنيتي ځواکونو روزنه هم روانه ده چې پخپله د خپل هېواد دفاع ته چمتو شي:

کور ته ستنېدل

"هغه څه چې انکار نه کېدونکي دي او هغه څه چې نشو کولى له ياده يې وباسو ، دا ده چې زموږ ځواکونه افغانستان کې رښتينی پرمختگ کوي، القاعده له منځه وړي، د طالبانو د خوځښت مخه نيسي او افغان امنيتي ځواکونه روزي. په دې ډول افغان ځواکونه کولى شي چې رهبري په لاس واخلي او زموږ عسکر کور ته ستانه شي."

د امريکا ولسمشر وويل، له افغانستان نه د امريکايي عسکرو د ايستلو مهالوېش پخپل ځاى دى او د ۲۰۱۴ کال ترپايه به بشپړ شي.

هغه دارنگه وويل، چې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږدولو د راتلونکي پړاو پلان جزييات به د شيکاگو د ناټو په سرمشريزه کې په ډاگه شي.

ددغه پلان له مخې له ۲۰۱۳ کال له پيله نړيوال ځواکونه به په افغانستان کې د ملاتړ رول خپلوي.

خو د پوځي هڅو ترڅنگ، ښاغلو اوباما او کاميرون د سياسي جوړجاړي مساله هم ياده کړه او ويې ويل، چې امريکا او برتانيا په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي او همکاري ورسره کوي.

ورته مطالب