طالبانو د سولې خبرې وځنډولې

طالبان د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبانو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګني افغان حکومت او امریکا په ګډه له دوی سره خبرې کوي.

په افغانستان کې مخالفو وسله والو ویلي په قطر کې یې له امریکاییانو سره د سولې خبرې درولي دي.

طالبان وايي د امریکاييانو له خوا د شویو ژمنو د نه پوره کېدو له امله سر له نن ددې خبرو له بهیر سره پریکون کوي.

په اعلامیه کې راغلي له امریکايي اړخ سره په قطر کې د دفتر د پرانیستلو او د بندیانو د تبادلې خبرې د موضوع اصلي ټکي وو، چې تر اوسه نه دي پلي شوي.

طالبانو د افغان حکومت هغه ادعا هم رد کړې چې ویلي یې وو د کابل او امریکاییانو په ګډه له دوی سره خبرې پیل کړې دي.

دغه راز ویل شوي چې په قطر کې د دفتر د پرانیستلو او د بندیانو د تبادلې پرته پر نورو موضوعاتو بحث نه دی شوی.

اټکل کېده چې طالبانو د خپلو پنځو تنو غړو په بدل کې چې دا مهال په ګوانتانامو زندان کې بندیان دي یړ امریکايي تښتول شوی پوځي سره تبادله کړي.

دا له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو د پیل په تړاو ځانګړی شاته تګ بلل کیږي.

امریکايي سیاسي سرچینې وايي طالبانو ته ویل شوي وو چې افغان حکومت باید په خبرو کې ګډون ولري، چې ښکاري دا کار طالبانو ته د منلو وړ نه دی او د ولسمشر کرزي حکومت مشروع نه بولي.

طالبان وايي تر هغه به خبرې ځنډېدلې وي چې امریکايي لوری د ځانګړو موضوعاتو په اړه تیاري نه وې ښوولې. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

طالبانو د روان کال په جنوري په میاشت کې په رسمي توګه په قطر کې له نړیوالو سره د تفاهم او له امریکایانو سره د ځینو مشخصو موضوعاتو د مطرح کولوپه موخه د قطر له حکومت سره د سیاسي دفتر په پرانیستلو موافقه وکړه.

ورته مطالب