کابل کې د ناټو چورلکې رالوېدو ۱۴ کسان وژلي

ترکۍ چورلکه د انځور حقوق reuters
Image caption ترکیه دامهال په افغانستان کې ۱۸۴۵ پوځيان لري.

ترکیې ویلي، چې د جمعې په ورځ یې د افغانستان پلازمېنه کابل کې یوه چورلکه رالوېدلې، چې لږترلږه ۱۲ ترکي پوځيان پکې وژل شوي دي.

دوه ولسي وګړي هم په هغه کور کې وژل شوي، چې چورلکه پرې راپرېوتې ده.

د ترکيې يوه پوځي بيانيه وايي تر اوسه د څرخکې د لوېدو لامل نه دی معلوم، خو يوه افغان پوليس بي بي سي ته ويلي چې ښايي د الوتکې د لوېدو لامل تخنيکي ستونزه وي.

د ایساف ویاند بي بي سي ته وویل، چورلکه د دښمن په ډزو نه ده رالوېدلې:

''د ایساف دوولس پوځيان په دې چورلکه کې وژل شوي. پلټنې پیل شوې دي. خو لومړني راپورونه وايي چې د چورلکې د رالوېدو پرمهال ددوښمن هېڅ فعالیت نه دی لیدل شوی.''

ژغورونکي اوس د کور خاورې خځلې د نورو ممکنه تلفاتو د څرګ لګولو لپاره لرې کوي.

د افغانستان پولیسو یوه افسر مخکې ویلي وو، چې چورلکه د ناټو ځواکونو ده.

د ترکیې د پوځ ویاند ویلي، تر اوسه د چورلکې د رالوېدو سبب نه دی په ډاګه شوی.

ترکیه دا مهال په افغانستان کې ۱۸۴۵ پوځيان لري.

ترکیه لومړنی اسلامي هېواد دی، چې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته سرتېري استولي دي.

ترکي ځواکونه په مخامخ جګړه کې ونډه نه لري، خو په مرکزي میدان وردګو ولایت کې د بیارغاونې چارې پرمخ وړي.

افغان پولیسو ویلي، چې د ترکي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې دوه افغان ماشومان او یوه ښځه وژل شوي.

د پېښې ځای ته پلټونکی او ژغورندویه ډله تللې ده.

د پېښې په سیمه کې یوه عیني شاهد اسدالله خان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د چورلکې په رالوېدو کور ویجاړ شوی دی:

''کله چې چورلکه پر کور راولوېده، یو شمېر خلکو ولیده ځینې پکې ټپیان شول، چې په ټپیانو کې یوه ښځه او ماشومان هم دي. په کور کې دوه کسان سوځېدلي دي.''

په تېره جنورۍ کې د افغانستان په سوېل کې یوه چورلکه رالوېدلې وه، چې شپږ امریکايي سمندري پوځيان پکې وژل شوي وو.

همدارنګه، د تېر کال په اګست کې بیا د هېواد په مرکزي ولایت میدان وردګو کې د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو د چورلکې د رالوېدو په پېښه کې ۳۰ امریکايي پوځيان ووژل شول.

دغه چورلکه طالبانو راغورځولې وه.

ورته مطالب