وزارت: د زندانيانو له خپلوانو سره بد چلند نه کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د طالبانو او نشه يي توکو د قاچاقبرانو په ګډون په څرخي زندان کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان بنديان دي.

په دې وروستيو کې ځينو افغان او لويديځو چارواکو رسنيو ته ويلي وو چې د څرخي پله زندان چارواکي دغلته د نشه يي توکو او نورو ناقانونه توکو د ليږد د مخنيوي په موخه د هغو ميرمنو محرم ځايونه پلټي چې زندان ته دغه ناقانونه توکي ونه ليږدول شي.

د دغه زندان يوه پخواني چارواکي بي بي سي ته وويل په ځانگړو حالاتو کې زندان ته له ورتلونکو ميرمنو سره دغه شان چلند کيږي.

د څرخي پله زندان په افغانستان کې تر ټولو هغو ستر زندان ياديږي، خو چارواکي وايي دغلته بريښنايي پلټنې سيستم نه شته.

د څرخي پله زندان په وروستيو څو لسيزو کې د افغانستان ترټولو بد زندان يادېږي. همدا اوس د وسله والو طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو په ګډون شاوخوا ۷۰۰۰ کسان په کې بنديان دي.

د دغه زندان يو شمېر بنديانو اوس اعتصاب کړی او ځينې راپورونه وايي چې هغوی د اعتصاب په ډول خپلې شونډې ګنډلي دي.

ځينې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګواکې دوی دغه ګام د امنيتي چارواکو د هغه بد چلند په اعتراض کې اخيستی چې د دوی د لېدلو لپاره له ورتلونکو کسانو سره کېږي، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت دا ردوي.

وزارت وايي زندانيان د خپل اعتصاب لپاره بېلا بېل دلایل لري او له دې مسالې سره کومه اړیکه نه لري.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د هېواد د درستو زندانونو مسووليت اوس اوس د عدليې له وزارت نه اخيستی دی.

کتونکي په دې اند دي چې له زندانیانو سره د چلند په برخه کې د کورنيو چارو وزارت د پرسونل د تجربې نشتوالی د دا وړ ستونزو زېږنده ده.

مخکې هم څو، څو ځله افغان حکومت د بشري حقونو د ډلو له لوري له زندانيانو سره د بد چلند له امله ننګول شوی دی.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د زندانیانو د هوساينې او د هغوی بشري حقونو ته د پام په تړاو هڅې يې روانې دي.

ورته مطالب