کونړ کې ۱۲ کسه ووژل شول

Image caption په عملياتو کې دولسي وګړو د مرګ ژوبلې بې پرې خبر نشته.

افغان او نړيوالو ځانګړو ځواکونو دغه عمليات تيره نيمه شپه مرکز اسد اباد ته څيرمه دمرورې ولسوالۍ په( بچي) کې کړي دي.

دکونړ چارواکي په شو عملياتو کې، چې پوره هوايي ملا تړهم ورسره وو د اتو وسلوالو او د دوی ديوه مشر دوژل کيدو او څو نورو د نيول کيدو خبر ورکوي.

چارواکي د څلورو هغو افغان سرتيرو د وژل کيدو پخلى کوي چې کلونه کلونه روزنه ورکړل شوې او پر ښو جګړيزو وسايلوهم سمبال وي.

وسلوالو طالبانو په جګړه کې دخپلو اتو جنګياليو دوژنې پخلى کړى او ورسره ېې دشپږو بهرنيو عسکرو دوژلو دعوه کړې چې نه ده منل شوې.

ايساف هم ديو شمير وسلوالو دوژلو او نيولو ويلي دي خو دخپلو پلوي ځواکونو پر وژنې څه نه وايي.

په عملياتو کې دولسي وګړو د مرګ ژوبلې بې پرې خبر نشته خو ځايي اوسیدوونکي وايي ملکيان هم بې ازاره نه دي پاتي.

دا لومړى ځل دى چې په کونړ کې دامريکايي ځانګړو ځواکونو له لوري روزل شوي افغان سرتيري دشپې په عملياتو کې وژل کيږي.

ددغو ځواکونو په اړه ويل کيږي چې په لږو خو پلان شوو عملياتو کې ونډه اخلي او دشپې په تياره کې نښه ويشتلى شي. دا اول ځل دى چې په کونړ کې دغه سرتيري په جګړه کې مري.