د ۱۶ افغانانو په وژنه تورن امریکایی زندان ته ولېږدول شو

تورن امریکایی پوځي د انځور حقوق DVIDS
Image caption تر دې وړاندې د رابټ بیلس وکیل رسنیو ته وویلي چې موکل چمتو نه و چې افغانستان ته واستول شي.

رابرټ بیلز په کنساس کې د امریکا هغه پوځي زندان ته لیږدول شوی چې د نورو په پرتله یې ډیر جدي امنیت نیول کېږي.

نوموړی له محاکمې مخکې تر هغه په دغه زندان کې ساتل کیږي څو څارنوالان په دې هکله پریکړه وکړي چې ده ته د مرګ جزا وغواړي او کنه.

د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې دی ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده. د نوموړی عکسونه هم اوس په رسنیو کې خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې د هغه وکیل جان هینري برون خپل موکل یو تکړه او د ښې سابقې لرونکی پوځي بللی و.

جان هینري برون وویل موکل یې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې نیټې له بریدونو وروسته پوځ ته راغی او هېڅ کله یې د ورانکارۍ سابقه نلرله ځکه یې اوس کورنۍ حیرانه ده چې څنګه هغه په دغه ډول عمل لاس پورې کړ.

د دغه امريکايي پوځي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډونو د ۱۶ ملکي افغانانو په وژنه تورن دی ملګري او خپلوان وايي دوی هک پک حیران دي چې رابټ بیلز دغه کار څنکه وکړ:

"هغه تل خوشحاله و. یو خوشحاله سړی و او له ژوند سره یې مینه لرله. په ریښتا چې ما له هغه نه د داسی کار تمه نلرله زه نه پوهیږم چې څه ددې کار لامل شو". "ډیره ښه، ډیره ښه کورنۍ ده، دا ډیر ښه خلک دي، ښه پلار او مور دي، ښه ملګري دي. زه په بشپړه توګه هک پک حیرانه یم. موږ په تمه یو چې دا به وویل شي چې نه ده دغه کار نه دی کړی. کیدای شي همداسي وشي".

تر دې وړاندې د امریکايي پوځي رابټ بیلز وکیل جان هینري برون رسنیو ته وویل د هغه موکل دې ته چمتو نه و چې افغانستان ته واستول شي ځکه چې هغه په عراق کې د ماموریت د ترسره کولو پرمهال ټپونه اخیستي وو:

"زه فکر کوم چې دا د پام وړ خبره ده چې موږ یو تکړه او داسی عسکر لرو چې هغه ښه سابقه لري. دده مغزو او بدن په عراق کې ټپونه اخیستي وو خو له دې سره سره هغه افغانستان ته واستول شو. زه فکر کوم چې دا یوه موضوع او اندیښنه ده".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تورن امریکایی رابټ بیلز په کنساس کې د امریکا د فورټ ليون ورډ زندان ته لېږدول شوی.

دغه راز چارواکو د ملکي افغانانو په وژنه د تورن امریکايي پوځي رابټ بیلز د عصبي ستونزو د معلومولو د پروسې دفاع کړې ده.

خو په عین حال کې دا ادعا هم شوې چې دغه امریکايي پوځي د پیښې پر شپه شراب څکلي وو.

د ملکي افغانانو په وژنه تورن د امریکايي پوځي وکیل دا هم وايي چې موکل یې د افغانانو د وژل کیدو له پیښې یوه ورځ مخکې خپل یو ملګری عسکر لیدلی و چې سخت ټپي شوی و.

ورته مطالب