افغانستان 'تري جي 3G' یا د نوي نسل ټيکنالوژي پیلوي

غونډه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د مخابراتو وزیر وايي هرکال به نژدې سل میلیون ډالره له همدې لارې د افغانستان د حکومت پانګې ته ورځي.

د افغانستان د معلوماتي ټيکنالوژۍ او مخابراتو وزارت وايي افغانستان به د لومړي ځل لپاره د یوې میاشتې په موده کې د ''تري جي 3G'' یا نوي نسل ټيکنالوژۍ ته لاسرسی ومومي.

د نوي نسل د دغې ټيکنالوژۍ په مرسته به هر هغه څوک، چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت سیم کارټ ولري، کولای شي د خپل موبایل له لارې د متن ترڅنګ ویډیو او تصویرونه هم یو بل ته واستوي او د ویډيو له لارې خبرې سره وکړي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د همدې موخې لپاره د اتصالاتو له مخابراتي کمپنۍ سره د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد هم لاسلیک کړ.

د مخابراتو وزارت وايي، دغه ټیکنالوجي به، چې د ګرځنده تیلې فونونو په مرسته د متن ترڅنګ ویډیو او تصویرونه یو بل ته استوي، د یوې میاشتې په موده کې په کار پيل وکړي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د همدې موخې لپاره د اتصالاتو له مخابراتي شرکت سره د ۲۵ میلیون ډالرو په اززښت تړون هم لاسلیک کړ:

د انځور او وېدیو لېږدول

''د نوې ټيکنالوژۍ دغه نوی جواز په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو لپاره زمینه برابروي، چې په دې لړ کې د انټرنېټ چټکوالی راځي، دا تړون د ۲۵ میلیون ډالرو په مقابل کې له اتصالاتو شرکت سره لاسلیکېږي. په دې ټيکنالوژۍ کې د انځور او وېدیو انتقال هم ممکن دی.''

ښاغلی سنګین وايي، په پام کې لري، چې څلورو نورو مخابراتو شرکتونو ته هم په راتلونکو اوونیو کې د ''تري جي یا نوي نسل ټيکنالوژۍ'' جوازونه ورکړي.

د ښاغلي سنګین د معلوماتو پربنسټ، په افغانستان د دغې ټيکنالوژۍ د دودېدو له لارې به هرکال افغان حکومت نژدې سل میلیونه ډالره ترلاسه کوي او له دې ټيکنالوژۍ به په حکومت ولۍ او ښوونه او روزنه کې ګټه اخیستل کېږي:

''موږ هیلمن یو چې دغه نوې معلوماتي ټيکنالوژي به په حکومت ولۍ او د ښوونې او روزنې په برخو کې مهم رول رول ولوبوي.''

ټاکل شوې د نوي نسل د ټيکنالوژۍ خدمتونه به په راتلونکو دوو کلونو د افغانستان نژدې ټول ولایتونو ته ورسول شي.

که څه دغه ټيکنالوژي په افغانستان کې د ډېری افغانانو لپاره نوې ده، خو یو شمېر افغانان د دغې پرمختللې ټيکنالوژۍ دودېدلو ته هیلمن ښکاري.

د تري جي یا نوی نسل ټيکنالوژي په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې په جاپان کې رامنځ ته شوه.

ورته مطالب