ملي امنيت: چاودېدونکي توکي او ترهگر مو نيولي

Image caption د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې داسې مخالف بريدگر نيول شوي چې د نوروز او پسرلي ميلې يې په نښه کولې

د افغانستان ملي امنيت وايي يوه ډله يې نيولې چې دوى يې ترهگر بولي او وايي په مزار شريف کې يې د نوروز د مراسمو دگډوډولو نيت درلود.

د ملي امنيت چارواکي وايي د دغې ډلې هدف د بلخ د والي عطامحمد نور په گډون يو شمير نور لوړپوړي چارواکي وه.

له تورنو کسانو سره تر ۲۵۰۰ کيلو گرامو ډير چاوديدونکي توکيو د نيولو ادعا هم شوې ده.

د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل بي بي سي ته وويل سربيره پر دې يې په ننگرهار کې د کيلو له يوې بار لارۍ نهه زره کيلو گرامه چاوديدونکي توکي هم نيولي دي چې په وينا يې د تورخم له لارې افغانستان ته راوړل شوي وه.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي سږکال يې د نوروز د پسرلني جشن د خونديتوب په موخه يوه امنيتي تگلاره جوړه کړې چې د افغانستان ټول امنيتي ځواکونه په کې ونډه لري.

ملي امنيت وايي د همدغه چمتو والي له کبله يې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې داسې مخالف بريدگر نيولي چې د نوروز او پسرلي ميلې يې په نښه کولې.

ملي امنيت له خپلو پرمختياو څخه يوه دا په گوته کړه چې په مزار شريف کې يې د بريدگرو يو شپږ کسيزه ډله له زرگونو کيلو گرامو چاوديدونکو توکيو سره نيولې ده.

د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وويل دغه کسان چې د دۀ په وينا د سيمې له يو شمير استخباراتي کړيو سره يې اړيکي درلودې، د بلخ د والي عطا محمد نور او يو شميرنور چارواکي يې هم په نښه کول غوښتل:

"د دغو بریدونو لپاره اورپکو د بلخ ولایت مقام مېلمستون ته مخامخ یو کور په کرایه نیولی و. په دې کور کې یې ۵۳ بوجۍ، چې په هره یوه کې یې پنځوس کیلوګرامه چاودېدونکو توکي وو ځای پرځای کړي وو. شپږ واړه تورن افغانان دي خو د سیمې له استخباراتي شبکو سره یې اړیکي درلودلې"

دوى دا ونه ويل چې د سيمې د کوم هيواد استخباراتو په دې کار کې لاس لارۀ.

ښاغلي مشعل وويل چې تورنو کسانو د خپلو دغو کړنو منښته کړې ده خو دا نه ده څرگنده چې دا منښته به په څه وړ يو چاپيريال کې شوې وي.

چارواکي وايي وسلوالو مخالفينو ځکه مزار شريف په نښه کاوه چې د نوروز ستر مراسم په کې ترسره کيدونکي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د نوروز په لمانځلو بشپړ بنديز لگولى و.

په دې همدې حال کې د افغانستان ملي امنيت په ننگرهار کې له مزار شريف نه هم د ډيرو چاوديدونکو توکو د نيولو خبره کوي.

دوی وايي نهه زره کيلوگرامه چاوديدونکي توکي يې هغه مهال ونيول چې د پسرلي او نوي کال په درشل کې د کيلو په يوه لارۍ کې د تورخم له لارې افغانستان ته رااړول شوي وو.

ملي امنيت وايي د دغو توکو د راليږدولو په تور هم يو شمير کسان نيول شوي دي.خو شميره يې په ډاګه نه کړه.

ملي امنيت وايي سربيره پر دې يې په کندهار،پکتيا،او کونړ ولايتونو کې هم يوه اندازه چاوديدونکي توکي او ځينې بريدگر نيولي دي.

ورته مطالب