کابل د ځينو خصوصي امنيتي شرکتونو د لغوه کېدو وخت وغځاوۀ

د خصوصي امنيتي شرکت کسان د انځور حقوق AP
Image caption په پام کې وه، چې د نوي هجري لمریز کال تر پیلېدا پورې ټول خصوصي امنيتي شرکتونه لغوه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خصوصي امنیتي شرکتونو د لغوه کولو لپاره یې ټاکل شوې موده غځولې ده.

د چارواکو په وینا، یوازې د هغو خصوصي امنيتي شرکتونو د لغوه کېدو وخت یې غځولی، چې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي توکو ملګرتیا کوي.

په پام کې وه، چې د نوي هجري لمریز کال تر پیلېدا پورې ټول خصوصي امنيتي شرکتونه لغوه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خصوصي امنیتي شرکتونو مسؤولیتونه د وزارت د عامه ساتنې پولیسو ته لېږدول کېږي.

وروسته له هغه، چې د خصوصي امنیتي شرکتونو کارکونکي په وسله و الو غدیو او بد چلند تورن شول، افغان ولسمشر حامد کرزي د دغوشرکتونو دلغوه کیدو فرمان صادر کړ.

د ولسمشر کرزي د ۶۲ مې ګڼې فرمان پربنسټ، د کورنیو چارو وزارت ټولو خصوصي امنیتي شرکتونو ته ټاکلې موده ټاکلې، چې ۱۳۹۱ لمریز کال تر پیلېدا دې خپل ټول فعالیتونه وتړي او د هغوی چارې دې د کورنیو چاو وزرات په چوکاټ منظمي شي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، تر اوسه یې ۴۸ امنیتي شرکتونه لغوه کړي او تمه ښیي، چې پاتې نور به یې هم د لمریز کال تر پیلېدا وتړل شي:

''دا شرکتونه باید منحل شي او دنده یې د افغانستان د عامه نظم پولیسو ته وسپارل شي. اوس د دوی د لغوه کېدو چارې روانې دي. ډېر شرکتونه منحل شوي او ددې کال تر پایه پلان لرو چې په بشپړ ډول منحل شي او مسؤولیتونه یې امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.''

خو ښاغلی صدیقي وايي، هغه امنیتي شرکتونه د دې پروسې برخه نه دي، چې د دیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت ساتلو چارې په غاړه لري.

اوس پوښتنه دا ده، چې د امنیتي شرکتونو له لغوه کېدو سره به افغان ملي پولیس د دغو شرکتونه ځای ډک کړي؟

همدا پوښتنه مو د کورنیو چارو د پخواني معین عبدالهادي خالد مخې ته کېښوده.

ښاغلی خالد وايي، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي شرکتونو د لغوه کېدو لپاره بشپړه وړتیا نه لري، چې د ده په وینا ښایي دغه چاره ښې پایلې ونه لري:

٨٠ زره وسله وال

''زموږ د معلوماتو له مخې، دوی په کورنیو چارو وزارت کې ۲۶ زره ثبت شوي وسله وال کسان لري، خو زموږ د معلوماتو له مخې، اصلي شمېره د ۸۰ زرو او یو لک ترمنځ ده، چې له کورنیو چارو وزارت څخه د مالیې ورکولو له وېرې پټ ساتل شوي دي.''

سره له دې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د امنیتي شرکتونو په چوکاټ کې نژدې یولس زره کسان کار کوي، خو ښاغلی خالد دغو کسان شمیر څو برابر ه لوړ ښي.

د کورنیو چارو وزارت پلان لري، د هغو امنیتي شرکتونو کارکونکي د پولیس چوکاټ ته استخدام کړي، چې د خلکو په کړونو او غدیو کې لاس نه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، د پروژو د امنیتي چارو ساتنه د پولیسو دنده ده.

خو یو شمیر هغه کسان، د پولیسو په لیکو کې کار کولو ته ډیر هیلمن نه ښکاري، چې په خصوصي امنیتي شرکتونو کې اوسمهال په کار بوخت دي.

په همدې حال د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې مېشتو نړیوالو بنسټونو، ساختماني شرکتونو او پانګوالو ته ډاډ ورکوي، د خصوصي امنیتي شرکتونو له لغوه کېدو سره، اوسمها ل افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د دوی د پروژو امنیتي چارې سمې سمبال کړي.

د دغه وزارت ویاند ښاغلی صدیقي وايي، د پروژو د امنیتي چارو ساتنه د پولیسو دنده ده.

که څه هم د ولسمشر کرزي په ګډون ټول چارواکي دنوي لمریز کال په پيل کې د ټولو خصوصي امنیتي کمپینو په تړلو ټنیګار کوي خو د افغانستان امیتي حالت ته په کتو لا هم روښانه نه ده، چې دغه چاره به څومره عملي بڼه ولري.

ورته مطالب