راپور: افغان زندانونو کې بندیان په پراخه کچه ځورول شوي

بندي
Image caption د تېر ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو یوه راپور هم افغان امنیتي ځواکونه تورن کړل، چې بندیان یې شکنجه او ځورولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۲ کال له فبرورۍ راهیسې د ۲۰۱۲ تر جنورۍ پورې له سلو د ډېرو بندیانو د خبرو پربنسټ جوړ شوی دی.

راپور وايي د افغان استخباراتو په نهو او د پولیسو په یو شمېر زندانونو کې د اقرار اخیستو په موخه، بندیان وهل شوي ټکول شوي، برېښنايي ټکانونه ورکړل شوي او د خونو په چتونو کې ځړول شوي او ان د جنسي تېري ګواښ هم ورته شوی دی.

راپور دا رنګه د هغو لسو افغانانو قضیه هم راخیستې چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ۲۰۱۲ کال تر جنورۍ پورې د امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوي وو، او بیا د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو ته لېږدول شوي وو.

دغه راپور کاږي، ددغو کسانو د ځورولو کره شواهد یې موندلي دي.

د تېر ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو یوه راپور هم افغان امنیتي ځواکونه تورن کړل، چې بندیان یې شکنجه او ځورولي دي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور د استخباراتو تر کنټرول لاندې څلور زندانونه یاد کړي وو، چې په وینا یې په زور له بندیانو اقرار ترې اخیستل کېږي.

د ملګرو ملتونو ددغه راپور له خپرېدا وروسته نړیوالو ځواکونو د افغان حکومت هغو زندانونو ته د افغان بندیانو د سپارلو بهیر وځنډاوه، چې بندیان پکې ځورول شوي وو.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسیون رپوټ وايي که څه هم افغان حکومت له نړيوالو ځواکونو سره په گډه د زندانونو د سمون او څارنې پروگرام پلى کړى، خو وايي داسې ښکاري چې لاهم ډېرې ستونزې پرځاى پاتې دي.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له لوري د زندانونو چلول، په هغو کې د افغان بنديانو ساتل او له هغوى سره د ناوړه چلند د رپوټونو ادعاوي، تل د افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د اختلاف يو ټکى و او ځينو خو بيا دا کار د افغانستان له ملي حاکميت سره په ټکر کې باله.

د کرزي غوښتنه

له همدې کبله، افغان ولسمشر حامد کرزي بيا بيا دا غوښتنه کوله، چې افغان بنديان دې افغان حکومت ته وسپارل شي.

همدا، د افغان حکومت له لوري له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو د يوه شرط په توگه هم مخې ته شوى وو.

د انځور حقوق AP
Image caption تېر کې افغان امنيتي چارواکو د دوى تر کنټرول لاندې زندانونو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند ادعاوې رد کړې وې.

په همدې ترڅ کې تېره مياشت، د افغان حکومت او امريکايي پوځ ترمنځ هم يو تړون لاسليک شو چې له مخې يې راتلونکو شپږو مياشتو کې به د بگرام د بدنام زندان مسؤوليت افغان امنيتي ځواکونو ته ولېږدول شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون دغه رپوټ پر افغان حکومت ټينگار کوي، چې د خپلو نړيوالو ملاتړو په همکارۍ په جگړې پورې له تړلو بنديانو سره د ناوړه چلند او د هغوى د ځورونې د ستونزو د ليرې کولو لپاره بېړني گامونه اوچت کړي.

تېر کې افغان امنيتي چارواکو د دوى تر کنټرول لاندې زندانونو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند ادعاوې رد کړې وې.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن ويلي دي، په جزيياتو سره به د بنديانو د ځورونې په اړه د افغانستان بشري حقونو د خپلواک کميسيون دغه رپوټ ارزول کېږي او که اړتیا وه، نو د بنديانو د سپارلو لړۍ به نوره هم وځندول شي.

ورته مطالب