امنیت شورا: افغانستان بيا کورنۍ جګړې کې کېوتى شي

ظاهر طنین
Image caption په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي د افغاني او اسلامي اصولو خلاف چارې د نړیوالو ځواکونو ملاتړ کمزوری کوي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د روان حالت د ارزولو لپاره غونډه کړې او غړي به يې سبا ته پردې رايه اچوي چې ايا د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستندويې ادارې يونما روان ماموريت د يوه بل کال لپاره وغځول شي او که نه.

د امنيت شورا غړو وېره ښودلې ده چې د نړيوالو له ښکېلتيا پرته ښايي چې افغانستان يوځل بيا کورنۍ جگړې کې کېوځي.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غړو په خپله غونډه کې له افغانستان نه داهم وغوښتل، چې خپل راتلونکي برخليک په خپلو لاسونو کې واخلي.

دغه غوښتنه داسې مهال کېږي، چې له دې هېواده د بهرنيو عسکرو د وتلو په درشل کې امنيتي مسووليتونه افغان امنيتي ځواکونوته لېږدول کېږي.

د یونما ماموریت

په داسې حال کې چې د امنيت شورا، د بشري حقونو، سياسي بدلونونو او اقتصادي پرمختيا ددوام په موخه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستندويې ادارې يونما د ماموريت د غځولو پر اړتيا بحث وکړ، خو په کندهار کې د شپاړسو ملکي خلکو د وژنې او د قرآن کريم د څو ټوکونو د سوځولو وروستيو پېښو بيا ډير پام په دغه هېواد کې نړيوالو ځواکونو ته اړولى وو .

په همدې ترڅ کې، په ملگروملتونو کې د افغانستان استازي ډاکتر ظاهر طنين خبردارى ورکړ، چې وروستيو پېښو ته د افغانانو غبرگون کولى شي چې له نړيوالو ځواکونو نه د خلکو ملاتړ کمزورى کړي:

د انځور حقوق AP
Image caption د امنيت شورا غړو وېره ښودلې ده چې د نړيوالو له ښکېلتيا پرته ښايي چې افغانستان يوځل بيا کورنۍ جگړې کې کېوځي.

"د مسؤوليتونو بريمن لېږد، د سولې او ثبات کلي ده. وروستۍ پېښې لکه په بېرحمانه ډول د شپاړسو ولسي خلکو وژنه چې ډېرى يې ماشومان او مېرمنې وي، د سپېڅلي قرآن د سوځولو او دې ته ورته بېرحمانه پېښې کولى شي چې زموږ باور او همکاري تر پوښتنې لاندې راولي. دا يوه طبعي خبره ده چې دغه ډول پېښې په چټکۍ سره پاى ته رسېږي او له ترسره کوونکو سره بايد چې حساب کتاب وشي. "

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ټولو غړو داسې اشارې ورکړې چې د پنجشبې په ورځ به، د يوه بل کال لپاره په افغانستان کې د يونما د روان ماموريت غزولو ته رايه ورکړي.

ملگري ملتونه له لسو کلونو راهيسې، په افغانستان کې حضور لري.

د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې وېره اوس داده، چې د نړيوالو له ښکېلتيا پرته، کېداى شي چې افغانستان يوځل بيا کورنۍ جگړې کې کېوځي .

ورته مطالب