نيول شوي برتانويان په افغانستان کې خوشي شول

Image caption خصوصي امنيتي شرکتونه په افغانستان کې په يوې حساسې موضوع بدل شوي دي.

دوه برتانوي سړيو چې له يوۀ خصوصي امنيتي شرکت سره يې کار کاوۀ، د جنوري په مياشت کې افغان پوليسو نيولي وو او په دې تورن ول چې ديرش داسې ټوپک ورسره وو چې لايسنس يې نه لارۀ.

دوى د کابل په ختيځ کې په يوې لويې لارې له خپل موټر چلوونکي او ژباړونکي سره درول شوي وو.

خصوصي امنيتي شرکتونه په افغانستان کې په يوې حساسې موضوع بدل شوي دي.

په زرگونو کسان په خصوصي شرکتونو کې د ساتونکو په توگه د افغانستان په لرو بر کې کار کوي.

ولسمشر کرزى پر دوى تور لگوي چې په افغانستان کې امنيت ته ستونزې پيدا کوي.

اوس داسې لانجمن پلان عملي کيدونکى دى چې د دوى ځاى افغان دولتي ځواکونه ونيسي.

د افغانستان د پوليسو سرچينې بي بي سي ته وويل حکومت به د هر افغان يا بهرني پر ضد سخت گام واخلي چې ناقانونه وسله گرځوي.

ورته مطالب