د ملکي افغانانو په وژنې تورن پوځي له وکیل سره وکتل

هینري براون د انځور حقوق Reuters
Image caption هینري براون هیله وښوده چې یو ځل بیا به له خپل موکل سره وګوري.

د ملکي افغانانو په وژنې تورن امریکايي پوځي له خپل مدافع وکیل سره د امریکا په یوه زندان کې کتلي دي.

د ولسي افغانانو په وژنې د تورن پوځي رابرټ بېلز وکیل جان هینري براون خپل موکل یو احساساتي سړی بللی دی.

دغه امریکايی پوځي د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړسو ولسي وګړو په وژنې تورن دی.

په وژل شوو کې نهه ماشومان وو.

۳۸ کلن تورن پوځي تېره اوونۍ له افغانستان څخه امریکا ته یووړل شو.

تراوسه یوازې همدغه پوځي په کندهار کې په ملکي وژنې تورن شوی، خو د افغانستان حکومت ټينګار کوي چې په دې پېښه کې نور امریکايي پوځيان هم ښکېل وو.

د پنجوايي قومي مشرانو هم ویلي، چې د شپاړسو ولسي وګړو وژنه د یوه سرتېري کار نه دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د کندهار د پنجوايي له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل چې یوازې د یوه سرتېري له لوري د ګڼو افغانانو د وژنې په اړه شکمن دی.

راپورونه وايي، چې ولسي وګړي ملابانګ مهال تر وژل کېدا وروسته په یوه خونه کې سوځول شوي دي.

د تورن امریکايي پوځي وکیل له خپل موکل سره له کتلو ووسته خبریالانو ته وویل: "هغه څه چې افغانستان کې رامنځته شوي، تاسې ټول پرې خبر یاست، خو هغه څه چې دغه کس پکې ښکېل دی، توپیر لري."

هینري براون هیله وښوده چې یو ځل بیا به له خپل موکل سره وګوري.

د انځور حقوق AP
Image caption ۳۸ کلن تورن پوځي تېره اوونۍ له افغانستان څخه امریکا ته یووړل شو.

نوموړي د یوې اعلامیې د خپرېدو له لارې ویلي: "تر اوسه به له وخته وړاندې وي چې ددغې پېښې (کندهار کې د ولسي وګړو وژنه) په اړه د پېښې اسباب په ډاګه کړای شي."

ښاغلي براون دا هم ویلي چې موکل یې په افغانستان کې د پوځي خدمت دوام ته چمتو نه دی، ځکه چې په وینا یې به مخکنيو پوځي ماموریتونو کې څو ځلې ټپي شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، که چېرې پر تورن پوځي د ملکي وژنې تورونه ثابت شي، شاید د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

دا ډول محکمې، شاید څو کاله وخت ونیسي، خو افغانان یې په بیړه د محاکمې غوښتنه کوي.

ورته مطالب