بدخشان کې واورو ښویېدو د ۲١ کسانو ژوند اخیستی

واوره د انځور حقوق PA
Image caption بدخشان کې څو اوونۍ مخکې هم د واورو ښویېدو له کبله ۴۲ کسان مړه شول.

افغان چارواکي وايي د بدخشان واخان ولسوالۍ په نرس کلي کې د واورو د ښویېدو له کبله لږترلږه ۲١ کسان مړه شوي دي. وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د بدخشان والي شاه الله اديب وايي چې د سيمي خلک د دې کورنې د يوې ميرمنې په ژوغورولو توانيدلي او ولسوال هم د ژورغورنې د ډلې سره دغې سيمې ته رسيدلى دى.

والي زياتوي چې سيمې ته د ځمکې له لارې تگ ناشونى دى نو له دې امله يې د مرکز څخه د يوې چورلکې غوښتنه کړې.

رپوټونه وايي چې په سیمه کې نورو کورنیو ته زیان نه دی رسېدلی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په دغه ولایت کې د واورې ښویېدو کبله ۴۲ کلیوال مړه شول.

د نورو کلونو په پرتله سږکال په افغانستان کې هوا ډيره سړه وه.

تېره اوونۍ افغان چارواکو وويل چې سږ کال يوازې په بدخشان کې د ووارې له امله ١٨٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته مطالب