پاکستان د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مالونه پرېښودل

ترانزیت د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه ٣٨٠ کانتينرونه چې له څو مياشتو راهيسې په پاکستان کې ولاړ پاتې وو، اوس يې يو شمېر کابل ته رارسېدلي او نور هم پر لاره دي.

داسې ښکاري چې د افغانستان او پاکستان گډې سوداگريزې خونې د افغان سوداگرو د توکيو د خوشې کولو په برخه کې گټور رول لوبولې دى.

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې ددغو گاډو د پرېښودلو په برخه کې د افغانستان پاکستان گډې سوداگريزې خونې هم گټورې چارې تر سره کړې دي.

دغه خونه تيره اوونۍ جوړه شوه چې يو شمېر خلکو يې د اغېزمنتيا په اړه شکونه درلودل.

دغه ٣٨٠ کانتينرونه چې له څو مياشتو راهيسې په پاکستان کې ولاړ پاتې وو، اوس يې يو شمېر کابل ته رارسېدلي او نور هم پر لاره دي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې دافغان او پاکستاني چارواکو خبرو او ددواړو هېوادونو د سوداگرۍ گډې او نوې خونې ستونزه هواره کړه:

''اساسي علتونه یې دا وو چې پر ګډې سوداګریزې خونې له دواړو خواوو د سوداګرو فشار و، ځکه چې ددواړو غاړو مالونه له یو بل سره بند وو. د افغانستان او پاکستان په اتمه ګډه سوداګریزه غونډه کې افغانستان له پاکستانه په جدي توګه د درول شوو مالونو د خوشي کولو غوښتنه وشوه، چې په دې سره دوی اړ شول چې زموږ غوښتنه ومني.''

په څو تېرو کلونو کې افغان سوداگرو په پرله پسې ډول له پاکستان سره د شته ترانزيتي اړيکو په اړه سرټکونه کوله، دا هغه ستونزه وه چې د افغانستان او پاکستان وروستي ترانزيتي تړون هم هواره نه کړه.

دا چې افغانستان په وچه کې گير هېواد دى، نو ځکه له ٣٥ نه تر څلوېښت سلنې پورې سوداگريز توکي د پاکستان له لارې رالېږدوي.

د پاکستان لاره د افغان سوداگريزو توکيو د رالېږدولو لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه لاره بلل کېږي، خو يو شمېر سوداگر د منځنۍ اسيا په گډون د ځينو نورو هيوادونو له لارو هم توکي رالېږدوي.

ورته مطالب