کابل کې فساد ضد اوږد واټنه ځغاسته وشوه

کابل
Image caption په سلگونو کسانو د فساد ضد اوږد واټنې ځغاستې کې گډون وکړ

دغه اوږد واټنې ځغاسته چې په کابل ښار کې جوړه شوې وه تر ۴۰۰ ډېرو ځوانانو پکې ګډون کړی وو.

د دې سیالۍ جوړونکي هیله لري چې دا خوځښت به ځوانان د اداري فساد پر ضد وهڅوي.

په وروستیو کلونو کې اداري فساد د افغان حکومت په وړاندې یوه ستره او اصلي ننګونه بلل کیږي.

له فساد سره د مبارزې نوې لار، په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د عامو خلکو د افکارو برابرول او په دې تړاو د پلازمینې په سړکونو کې د ځغاستې سیالي.

په دغه ټولنیز اعتراض کې په سلگونو ځوانانو ګډون کړی وو، سپینې سپورتي جامې یې پر تن او د علاوالدین له درې لارې یې تر بابر بڼ پورې پنځه کیلو متره ځغاسته وکړه.

د دغو سیالیو جوړونکي چې ډېری یې ځوانان وو، هیله مند دي، په خپلې هر هڅې سره به د اداري فساد پر ضد له مبارزې سره مرسته وکړي.

د اداري فساد پر ضد د افغان شبکې غړی شفیق همدم په دې باور دی چې د ځوانانو او مدني ټولو پراخ ګډون له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل اغېز لري.

"د نننۍ ځغاستې موخه له اداري فساد سره مبارزه ده ځکه افغان دولت په دې برخه کې بریالی نه شو، نو له همدې امله د افغانستان مدني ټولنې دروند مسوولیت لري، چې دا یې د خوځښت یوه کوچنۍ بېلګه ده. زما په آند ځوانان او مدني ټولنې په دې برخه کې مثبت رول لوبولی شي، چې پر حکومت او هغو کسانو چې په فساد ککړ دي فشار راوړي".

حکومت هم د دې ګام ملاتړ کوي، کابل ښاروال د سیالۍ په پای کې د دې خوځښت هرکلی وکړ:

"ستاسو دې ښکلي خوځښت نن په ډاګه کړه چې د افغانستان خلک له فساد سره د مبارزې توان، اراده او وړتیا لري. زه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې په ټول ځواک سره د د اداري فساد د مبارزې په برخه کې ستاسو تر څنګ ولاړه وي. موږ غواړو کابل ښاروالۍ د فساد پر ضد د یوې بېلګې په توګه بدله کړو."

پر وروستۍ سیالۍ سربېره د اصلاح غوښتونکو ډله چې جوړونکي یې ځوانان دي هم تر دې شعار لاندې چې فساد نور بس دی او خلک سمون غواړي خپلې چار پر مخ بیايي.

ورته مطالب