افغانستان د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیلوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کورنيو چارو وزارت وايي چې ښايي تر يو شمير کاري پړاونو وروسته تر شپږو مياشتو پورې ددغې تذکرو بيلگې چمتو شي.

د افغانستان د کورنيو چارو او مخابراتو وزارت د بريښنايي پيژندپاڼو يانې تذکرو د پروژې د عملي چارو د پيلولو په موخه يو تړون لاسليک کړ.

چارواکي وايي چې بريښنايي پېژندپاڼه يوه ملي نښه وي چې په نړيواله کچه به ورته د وسنيو کاغذې پيژنپاڼو يانې تذکرو غونډې د شک په سترگه نه کتل کېږي، بله دا چې د سيمې د هېوادونو په کچه به د افغانستان يو نوښت وي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي هيلمن دي چې په شپږو مياشتو کې ددغو پېژندپاڼو لومړۍ بېلگې وېش ته چمتو شي، چارواکي وايي چې دا لړۍ به له پلازمېنې کابله پيل شي او ورپسې به نورو ولايتونو ته وغځول شي.

د سترګو نښې

د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنگين د تړون د لاسليکولو پر مهال وويل چې په دې پېژند پاڼو کې به د اخیستونکي د سترگو او لسو گوتو نښې خوندي وي، او د جعل د هڅې پرمهال په کې څه نه شي ليکل کېداى.

همدا راز ښاغلي سنگين وويل چې دا پيژندپاڼې به د ټاکنو د کارت او ځينو نورو اسانتياو لپاره هم کارول کيږي چې دا چاره به د گڼو لگښتونو مخه ونيسي.

ښاغلي سنگين وويل په پام کې ده چې دا پروژه په افغانستان کې د بريښنايي حکومتولۍ بنسټ وگرځي او دغه پرمختيا به،د روغتيا،بانکونو،سوداگرۍ او نور برخو ته هم وغځول شي.

د بريښنايي پيژندپاڼو د ويش خبره له څو کلونو راهيسې توده ده،خو د لومړي ځل لپاره د کورنيو چارو وزارت او مخابراتو وزارت ددغې پروژې د کار د پيل تړون لاسليک کړ.

خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال ميرزا محمد يار مند وويل چې لا هم د پيژندپاڼو د ويش پورې پنځه پړاونه په مخ کې پاتې دي چې په سر کې يې هيواد ته د اړينې وسمهالې بريښنايي ټکنالوژۍ راليږدول راځي.

چارواکي وايي چې د پروژې د بشپړتيا لپاره د مخابراتو او کورنيو چارو وزارتو څه باندې څلور سوه کاري ډلې جوړې کړې دي،چې وروسته به په ټول افغانستان کې د دغو بريښنايي پيژندپاڼو د ويش لړۍ پر مخ بيايي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په دغو پيژند پاڼو کې چې د يوه کوچني کارت بڼه به لري،د هر وگړي هويت به د افغان تر سرليک لاندې وي خو قام به هم په کې ليکل کيږي.

خو څرگنده يې نه کړه چې د قام نوم به په پيژنپدپاڼه کې وي که په بريښنايي زيرمه يانې ډيټابيس کې.

له دې مخه يو شمير کار پوهان انگيري چې ددغه بهير په بريالۍ بشپړتيا سره به د افغان وگړو د شمير او لږکي ډيرکي اندازه هم وشي.

چارواکي وايي چې تر افغانستان وروسته به په گاونډيو هيوادونو کې افغان کډوالو ته هم دغه تذکرې ورکړل شي.

خو يو شمير افغانان وايي چې د ځينو گاونډيو هيوادونو وگړو مخکې هم د افغانستان تذکرې اخستې دي دي، او ښايي بيا هم دا هڅه وکړي.

بله غاړه د افغانستان يو شمېر خلک فکر کوي چې د دغه هېواد په گڼو ولايتونو کې نا امني ده چې ښايي د تذکرو د وېش بهير ټکنی کړي.

وايي که بيا په داسې حالت کې د افغانستان د وگړو شمير يا لږکى ډيرکى وټاکل شې شميرې به يې سمى نه وي.

ورته مطالب