د پنجوايي وژل شویو کورنیو ته د "اوباما لخوا" نغدي تاوان

د وژل شوو قبرونه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په وژ شوو کې نهه ماشومان وو.

افغان چارواکو د هغو پيسو جزييات خپاره کړي چې د يوه امريکايي پوځي له خوا د مارچ په لومړيو کې په کندهار کې د ۱۶ وژل شويو کسانو کورنيو ته ورکړ شوي دي.

بريدمل رابرټ بيئلز وړمه ورځ ددغو کسانو پر وژنه رسمي تورن شو او محاکمه به يې په امريکا کې تر سره کېږي.

د کندهار دغو يوځايي وژنو د کابل او واشنگټن اړيکي نور هم وځپل او امريکا به هيله منه وي چې د تاوان ورکړه ددغو اړيکو په سمولو کې مرسته وکړي.

کورنيو ته د هر وژل شوي پر سر څه له پاسه دوه ميليونه افغانۍ يا ۴۶ زره ډالر او د ټپي پر سر نيم ميلون افغانۍ چې شاوخوا لس زره ډالر کېږي، ورکړ شوي دي.

د ناټو له خوا د ولسي وژنو په بدل کې د پيسو ورکړه نوې خبره نده. خو يوه امريکايي چارواکي وويل چې په دې بڼه ورکول يې ددغې پېښې ويجاړوونکې ځانگړتيا ښيي چې په قربانيانو کې يې نهه کوچنيان وو.

خبرونه وايي چې افغان کورنيو ته ويل شوي دي چې دا پيسې د ولسمشر اوباما له خوا ور استول شوې دي. له دوى سره دا ژمنه هم شوې چې د دغې يو ځايي وژنې ځينې شاهدان به امريکا ته هم بيول کېږي.

قومي مشران

قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي، هغو افغان کورنیو ته غرامت ورکړل شوی، چې یوه امریکايي پوځي یې د کورنیو غړي په ډزو وژلي دي.

دوى وايي چې کورنيو ته د هر وژل شوي پر سر څه له پاسه دوه ميليونه افغانۍ يا ٤٦ زره ډالر او د ټپي پر سر نيم ميلون افغانۍ چې شاوخوا لس زره ډالر کېږي، ورکړ شوي دي.

په کابل کې د بي سي خبريال بلال سروري په خپل رپوټ کې وايي:

د کورنيو غړي د کندهار د والي په دفتر کې له امريکايي او ناټويي پوځي چارواکو سره يوې ځانگړې غونډې ته ورغلي وو.

د قومي مشرانو په وينا، امريکايي چارواکو کورنيو ته ويلي چې ځينې کسان به د شهادت لپاره امريکا ته بيول کېږي او نور به ددې جوگه وي چې د ويډيويي ليکې له لارې د تورن پوځي په محاکمه کې گډون وکړي.

د پنجوايي وژنې د کابل او واشنگټن تر منځ له ځايه ترينگلي اړيکي نور هم وځپل او له افغانستان نه يې د ناټو ځواکونو د پلان شوې وتنې د چټکېدو غوښتنې را پورته کړې.

د تېرې جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالتونو تورن پوځي رابرټ بېلز په ۱۷ وژنو په رسمي توګه تورن اعلان شو.

ثبوت

د قربانیانو کورنیو ته ویل شوي، چې د عیني شاهدانو په توګه به د امریکا متحده ایالتونو ته د ثبوت د وړاندې کولو لپاره لېږدول کېږي، او ځینې نور به بیا د محاکمې جریان د وېدیو له لارې ګوري."اعتراف نه کول"

د جمعې په ورځ د امریکا پوځ وویل، چې ۳۸ تورن امریکایی پوځي رابرټ بېلز یې په رسمي توګه په ۱۷ وژنو تورن کړی دی.

افغان چارواکو او د پېښې په ځای کې کلیوالو ویلي، د پنجوايي په بلندي کلي کې ۱۲ او په الکوزي کلي کې څلور ولسي وګړي وژل شوي.

تورن پوځي دا مهال د امریکا کنساس ایالت په فورټ لیونورټ پوځي زندان کې دی.

د هغه وکیل هغه راپورونه بې بنسټه بللي، چې وايي تورن د برید پر شپه نشه و، او زیاتوي چې د پېښې په اړه یې موکل "ډېر لږ" څه په یاد دي.

وکیل جان هینري براون وویل: "د هغه (موکل) پرضد هېڅ جنايي دلایل نشته او نه هم هغه (تورن پوځي) اعتراف کړی دی. "

د کندهار په ډله ییزه وژنه کې یوازې همدا یو پوځي تورن پېژندل شوی، خو د سیمې قومي مشرانو او ولسمشر ویلي چې دا وژنه د یوه کس کار نه و.

کېدای شي د تورن پوځي محاکمه کول څو کاله وخت ونیسي، خو د قربانیانو کورنۍ یې د چټکې او رڼې محاکمې غوښتونکي دي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي وو، که چېرې تورن په وژنې پړ وخېژي، شاید د اعدام له سزا سره مخامخ شي.ي

وسه والو طالبانو د کنداهر د وژنې په تړاو له امریکايي ځواکونو د غچ اخیستو ګواښ وکړ، او له امریکا سره یې د سولې خبرې هم ودرولې.

ورته مطالب