'طالبان په ږیره او ټيټو پایڅو خلکو ته سزا ورکوي'

طالبان د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبانو په نورستان کې د پاکستاني طالبانو د امربالمعروف ډلې د شتون په اړه څه نه دي ویلي.

د نورستان چارواکي وايي ددغه ولایت په ختيځ کې یوه نوې اورپکې ډله د خلکو د ځورونې په موخه لارو ته راوځي.

د نورستان امنیه قومندان غلام الله نورستانی وايي د تورو کالیو دغه ډله د پاکستاني طالبانو په مولانا فضل الله پورې تړلې او د کامدیش په ولسوالۍ کې په ږیرو، اوږدو پایڅو، او ان نسوارو خلکو ته سزا ورکوي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو پلټنه او تالاشي عادي خبره ده، خو اوس د نورستان چارواکو پخپل ولایت کې د یوې هسې نوې ډلې چې دوی یې پاکستاني طالبان بولي، د جوړېدو خبر ورکوي.

نورستاني چارواکي وايي دغې نوې راپیدا شوې ډلګۍ تور کالي اغوندي، او په لاره له تلونکو لارویو د ږیرې د لنډوالي، د ټيټو پایڅو، او د نسوارو په کولو سزا ورکوي.

د نورستان د پولیسو مشر غلام الله نورستانی وايي، لسګونه پاکستاني کورنۍ د کامدیش ولسوالۍ ته راکډه شوي، او په هغو سیمو کې چې دوی پرې واک نه لري، خلک ځوروي.

ښاغلی نورستانی تور لګوي چې ځینې پاکستاني مامورین هم په دغه ډله کې شته چې په وینا يې لاروي ځوروي او د خلکو کورونو ته ورځي.

دغه سیمې چې قومندان نورستانی يې نومونه د حکومت تر واک وتلي، ځینو لاروو هم ددغسې یوې نوې ډلې دراپورته کېدو ویلي، او وايي چې د طالبانو د پیل د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ان په وړو وړو شیانو لکه د کمیسه غاړه هم سزا ورکوي.

بي بي سي هڅه وکړه چې په دې تړاو په سیمه کې د افغان طالبانو غبرګون او ددغې ډلې د شتوالي په تړاو، هسې چې د نورستان چارواکي وايي، رښتیا هم پاکستاني طالبان دي او که نه، ومومي، خو بریالي نه شوو.

د نورستان چارواکو تر دې وړاندې هم پخپل ولایت کې د ډېرو پاکستاني طالبانو د دیره کېدو او دغلته په ناامنیو کې د هغوی د ونډې خبر ورکړی و.

ورته مطالب