برتانوي سفیر د جوړجاړي خبرې درېدل 'تکتیکي شاتګ' وبالۀ

ویلیام پیتي د انځور حقوق UK embassy site
Image caption ښاغلي پیتي چې په افغانستان کې یې د دوه کلن ماموریت دوره پای ته ورسیده وویل، افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د خپل هیواد امنیتو مسوولیتونو ته اوږ ورکړي.

په افغانستان کې د برتانیا سفیر وايي، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې لږ پام او د دغې ټولنې په کارونو کې شته نیمګړتیاوې د دې لامل شوې، چې افغانستان ته برابر شوي ځینې فرصتونه له لاسه ووځي.

خو سفیر ویلیام پیتي دخپل دوه کلن ماموریت په پای کې دا هم وویل، چې په تېرو درو کلونو کې افغانستان ته ډېرې سرچینې برابرې شوې وې او په ډېرو برخو کې پرمختګ هم شوی دی.

ویلیام پيتي په کابل کې خبریالانو ته وویل، نړیوالې ټولنې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان لپاره پراخې مالي مرستې کړي او د ښوونې، روغتیا ، د قانون په پلي کولو د امنیت په ټینګښت او نور برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

خو ښاغلي پیتي په نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه، چې په لومړیو کلونو کې یې د افغانستان حالت سم نه وو درک کړی، چې د ده په وینا له همدې په لومړیو شپږو کلونو کې په افغانستان ځینې ښه فرصتونه له لاسه ووتل:

''موږ ځینې فرصتونه له لاسه ورکړل. فکر کوم وروسته له هغې، چې نړیوال ځواکونه دلته راغلل او طالبان له واکه لرې شول، موږ افغانستان ته هغسې پام ونه کړ، چې باید کړی مو وای. موږ خپلې دندې سمې نه وې درک کړې او فکر کوم، چې له دیرش کلن جنګ وروسته، افغانانو ته د افغانستان سپارل غیرې منطقي کار دی.''

په افغانستان کې د برتانیا سفیر دارنګه ، له امریکا سره د سولې له خبرو د طالبانو شاتګ یو تکتیکي کار وباله او ویې ویل فکر نه کوي، چې د طالبان ټولې ډلې له دې پریکړې سره همغږې وي.

ښاغلي پیتي وویل، طالبان لا هم د افغانستان په سیاسي جوړښت کې ځای لري او د سولې خبرې یواځینی لاره ده، چې د ده په وینا د افغانستان ستونزو د پای ټکی کیښودی شي.

هغه وویل که طالبان په دې فکر وي، چې له افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو ورسته به بیرته واګې په لاس کې واخلي، اشتباه کوي:

اشتباه

''که طالبان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د اوسني حکومت د را نسکورېدو په تمه وي، فکر کوم، اشتباه کوي.

هیله مې دا ده، چې هغوی داسې فکر ونه کړي ځکه غوره د اده، چې طالبان په افغانستان د جګړي د پای ته رسېدو او له سیاسي پروسې سره د یو ځای کیدو فکر وکړي.''

ښاغلي پیتي چې په افغانستان کې یې د دوه کلن ماموریت دوره پای ته ورسیده وویل، افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د خپل هیواد امنیتو مسوولیتونو ته اوږ ورکړي.

ورته مطالب