احمدي نژاد د افغانستان شخړه د امريکا له لاسه وبلله

احمدي نژاد او امام علي رحمن
Image caption احمدي نژاد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د چټکو وتلو غوښتنه وکړه.

ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي چې په سیمه کې د ناټو او غړو هېوادونو پراختيايي تګلاره د افغانستان د شخړې اصلي لامل ګرځېدلی دی.

محمود احمدي نژاد دا خبرې په تاجکستان کې د سیمه يیزو اقتصادي همکاریو په پنځم کنفرانس کې کړي دي.

نوموړي ادعا وکړه : "دا روښانه ده چې د ناټو او د غړو حکومتونو پراختیايي تګلارې د بحران اصلي لامل دي. تر هغه چې دا تګلاره وي، په اساسي توګه د حالاتو ښه کېدل ستونزمن دي."

ايراني مشر په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هيواد دوستي ياده کړه او ويې ويل هر ډول مرستو ته چمتو دى.

د پاکستان ولسمشر په همدې ناسته کې د خبرو پر وخت د افغانستان د ستونزې حل په سيمه ييزه همکاري کې وليد.

اصف علي زرداري وویل، په سیمه کې وضعیت د سیمه ییزې همغږۍ په راتلو ښه کېدای شي.

نوموړي د دوشنبې کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې هېواد یې پر محدودو سرچینو سربېره له افغانستان سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان جګړې په سیمه اغېز کړی دی.

بل خوا، تاجک ولسمشر امام علي رحمن پر نړیوالې ټولنې افغانستان ته د نشه يي توکو په جوړولو کې د کیمیايي توکو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کړې.

د سیمه ییزو اقتصادي همغږیو د دوشنبې کنفرانس ته د تاجکستان ولسمشر وویل: "د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په اړه مو وړاندې هم غونډې کړي دي، خو افغانستان ته د کیمیايي توکو د قاچاق په اړه نه یو غږېدلي. تقریباً په افغانستان او تاجکستان کې پراختيايي صنعت نشته. هېڅ کیمیايي صنعت نشته. پوښتنه دا ده چې ایا دا کوم هېوادونه دي چې په لویه کچه د نشه يي توکو د تولیدولو لپاره کیمیايي توکي ترې راځي؟ "

ښاغلي رحمن دا یوه جدي موضوع وبلله.

هغه وویل تر دې وروسته باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د جرړو ختمولو لپاره هم پر ګاونډيو هېوادونو د زړه له تلې د هڅو غوښتنه وکړه.

د څلورو ګاونډيو هېوادونو ولسمشرانو د اورګاډي د پټلۍ جوړېدو او انرژۍ لېږدېدو په ګډون پر یو شمېر اقتصادي مسائلو خبرې وکړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption احمدي نژآد وویل چې امریکا دې د ولسونو پرضد له دښمنانه دریځه تېره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې ولسمشر کرزي د ګاونډيو هېوادونو له ولسمشرانو سره د سیمې د ګډو ګواښونو او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ دفتر وايي، په دې غونډه کې د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ، انرژۍ او اوبو د لېږد د همکاریو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

دا پټلۍ به د تړون له مخې له ایران څخه افغانستان او تاجکستان ته غځول کېږي او ایرن به افغانستان او تاجکستان ته د انرژۍ د لېږد کرښه جوړوي.

ورته مطالب