د احمدي نژاد خبرو د امریکا استازی له غونډې ویوست

احمدي نژاد د انځور حقوق president.ir
Image caption احمدي نژاد د افغانستان شخړه د امريکا له لاسه وبلله.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې که څه هم ددې سرمشریزې په اړه که څه هم د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو ډېره هیلمندي ښکاره کړه، خو ایرانی ولسمشر نه یوازې هیلمند ښکارېده، بلکې افغانستان کې یې د نړیوالې ټولنې پر شتوالي سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل، که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستانه ووځي، نو په وینا یې شاید افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو ستونزه له څېرمه هواره شي.

محمود احمدي نژاد وویل چې نړیوالو تل دغلته د دغو دواړو پلمو له امله خپل شتوالي ته قانوني بڼه ورکړې ده:

''که چېرې نړیواله ټولنه، امریکا او ناټو خپل پنځه سلنه له افغانستان سره وکړي، کېدای شي دلته سوله راشي، ترهګري ورکه شي او د نشه يي توکو قاچاق به ختم شي.''

په دې تړاو ښاغلي احمدي نژاد نړیوالې ټولنې ته پنځه ځانګړي وړاندیزونه هم لرل، چې په اورېدو یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمن له غونډې ووت.

دارنګه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن په افغانستان کې د نشه يي توکو په اړه وویل چې هېوادونه باید افغانستان ته د کیمیايي توکو د لېږدولو مخه ونیسي.

ښاغلي رحمن وویل، که چېرې ددغو توکو د قاچاق مخه ونیوله شي، افغانستان کې به له دې توکو د نشه يي توکو د تولید او قاچاق مخه ونیوله شي.

د غونډې د بل ویناوال او مېلمه ولسمشر حامد کرزي تر ډېره خپلې خبرې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر مرستې ورټولې وې.

هغه وویل، که چېرې له افغانستان سره د ټیکاو او سولې په اړه مرستې وشي، د سیمې د هېوادونو لپاره به هم د امنیت راتلو په برخه کې اغېزمنې پرېوځي.

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري بیا ژمنه وکړه چې هېواد یې د افغانستان د سولې په ټينګښت کې د مرستې لپاره چمتو دی.

یاده غونډه به سبا (سه شنبه/مارچ ۲۷) هم روانه وي او برخه وال به یې یو پرېکړه لیک هم صادر کړي.

ورته مطالب