کرزي د افغانستان ښېرازي د سيمې په گټه وبلله

ولمشران حامد کرزى، اصف على زرداري او امام رحمان
Image caption د غونډې دباندې په مخامخ ناستو کې ولسمشرانو کرزي او زرداري د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیتي ستونزې په اړه خبرې وکړې.

تاجکستان کې ترسره شوي سيمه ييز اقتصادي کنفرانس ته ولسمشر حامد کرزي وويل چې افغانستان د اسيا په زړه کې د ستر ځمکني پول په توگه کولى شي چې د سيمې بازارونه، سرچينې او خلک سره يو ځاى کړي.

ولسمشر کرزي اقتصادي ودې او پراختيا ته رسېدل د افغانستان د حکومت او خلکو يو له حياتي لومړيتوبونو وباله او زياته يې کړه چې افغانان د بشپړې سولې او ثبات د ټينگښت لپاره د هڅو تر څنگ، زيار باسي چې د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ودريږي او د سيمې او نړۍ په اقتصاد کې هغه رول ولوبوي چې د دوى د استعداد او طبيعي، بشري او جغرافيايي امکاناتو وړ وي.

افغان مشر زياته کړه چې د دۀ په وينا، له نېکه مرغه افغانستان د سترو طبعي سرچينو او جغرافيايي موقعيت د لرلو له کبله کولى شي چې په سيمه ييزه همکارۍ کې مهم رول ولوبوي:

"موږ چې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې په لاره کې هرګام اوچتوو، په مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه توګه یې ګټې ګاونډیو او یا د سیمې هېوادونو ته رسېږي. په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره زموږ زیار، له شک پرته هغه مهمې پانګونې دي چې ثمره به یې نن وي که سبا سیمې ته ورسېږي."

له نورو تمه او هيلې

ولسمشر کرزي د غونډې گډونوالو ته وويل چې له سیمې او نړۍ څخه د افغانستان انتظار دا دی چې له دوى سره د دغې سترې او د دۀ په وينا د برحقې هيلې په تحقق کې مرسته او ملتیا وکړي.

د غونډې د باندې په مخامخ ناستو کې افغان ولسمشر له خپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري سره وليدل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي ستونزې په اړه خبرې وکړې.

کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر په وينا، د افغانستان پلاوي له پاکستاني لوري وغوښتل چې تر تورخمه د اورگاډي پټلۍ وغځوي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، له پاکستاني لوري وغوښتل چې په افغانستان کې د جلال آباد- تورخم د دویم سړک، په کابل کې د جناح د روغتون، د بلخ د پوهنتون، د لوګر د روغتون او په جلال آباد کې د ګُردې د درملنې د مرکز پروژې چې جوړښت چارې یې د پاکستان پر غاړه دي او اوس ناتمامې پاتې دي، بايد بشپړې کړي.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي چې پاکستاني پلاوي تر تورخم پورې د اورگاډي د پټلۍ د جوړولو په اړه وویل چې د دغه پروژې د پیلولو لپاره به د جاپان له حکومت سره خبرې وکړي.

په همدې ترڅ کې پاکستاني رسمي رسنيو رپوټ ورکړى چې دغه هېواد به له افغانستان سره د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت مرستې کوي.

ورته مطالب