مشرانو جرګې د احمدي نژاد وینا 'ښکاره' لاسوهنه وبلله

افغان پارلمان د انځور حقوق .
Image caption ځینې نورو سناتورانو د افغانستان له حکومت نه غوښتل چې په دې تړاو دې په ښکاره او رسمي ډول له ایران نه شکایت وکړي

د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد هغو څرګندونو چې په افغانستان کې د ناټو د شتوالي په تړاو کړې وې، د افغانستان د مشرانو جرګې غړي په غصه کړي.

پرون ولسمشر احمدي نژاد په دوشنبه کې ویلي وو چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل په دغه هېود کې سوله تامینولی شي.

ایراني ولسمشر پخپلو خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان دولت او خلکو ته دې ازادی ورکړی شي، او انګیرنه یې دا وه چې د بهرنیانو په وتلو د نشه يي توکو او ترهګرۍ ستونزه هم له منځه تللی شي.

د ایران ولسمشر دا هم ویلي وو چې افغانان کولی شي چې خپل حکومت په سمه لار بوځي او هغه ویلي وو چې که ناټو خپل پراخېدونکي سیاست ته ادامه ورکړي، نو په سیمه کې به په اساسي توګه د حالاتو ښه کېدل ستونزمن وي.

د ایراني ولسمشر د څرګندونو پر وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې قهرېدلی غبرګون ښوولي دی او دغه څه یې په افغانستان کې د جګړو ډېرېدل بللي:

"له ایران او پاکستان نه هېر شوي چې د جګړو په کلونو کې یې زموږ هېواد ویجاړ کړ، زموږ هېواد یې په نښه کړ او کنډواله یې ترې جوړه کړه، اوس چې بهرنیان راغلي، او د افغانستان د بیا جوړولو هڅې پیل شوي نو، ایران بیا غواړي چې دلته د جګړو اور ته لمن ووهي او افغانستان بیا په کنډواله بدل کړي."

ځینې نورو سناتورانو د افغانستان له حکومت نه غوښتل چې په دې تړاو دې په ښکاره او رسمي ډول له ایران نه شکایت وکړي:

ولې ځواب نه وايي؟

د انځور حقوق President.ir
Image caption احمدي نژاد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه.

"په دې موږ ښه پوهېږو چې احمدي نژاد، بوش، زرداري او داسې نور موږ ته ښه ورځ نه غواړي، دوی نه غواړي چې افغانستان او افغانان دې ارامه ژوند وکړي، خو پوښتنه دا ده چې زموږ چارواکي ولې چوپه خوله ناست دي او ځواب یې نه وايي، ولې زموږ ولسمشر یې ځواب نه وايي؟!"

په تېرو څو کلونو کې افغان حکومت داسې بېلګې هم وړاندې کړې چې د ایران د لاسوهنې څرک ترې لګېږي چې پکې مخالفینو ته د وسلو ورکړه او روزنه راځي.

خو ایران هر ځلې دا تورونه رد کړي او افغانستان یې خپل یو ملګری ګاونډی بللی دی.

پرون چې د ایران ولسمشر له افغانستان نه د بهرنیانو د وتلو په تړاو توندې څرګندونې کولې، نو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمن د غونډې له ځایه د اعتراض په ډول ووت.

ورته مطالب