'د نظر سنجونې له مخې جګړه ژورې ستونزې زیږوي'

امریکايي پوځيآن د انځور حقوق NA
Image caption د امريکا دفاع وزير يو ځل بيا تېر ميلادي کال په افغانستان کې د اوښتون يو مهم ټکى وباله

د امريکا دفاع وزير ليون پنېتا ټينگار وکړ چې ناټو بايد په افغانستان کې خپلې تگلارې تر پايه ورسوي چې ورسره ددغه هېواد جگړه ودرېږي.

ښاغلي پنېتا د نيويارک ټايمز له خوا د امريکاييانو د يوې نظر سنجونې د خپرېدو په ځواب کې دا څرگندونې کولې چې ښيي د امريکاييانو غوڅ اکثريت د افغان جگړې د ژر پايته رسولو لېواله دى.

دفاع وزير چې په کاناډا کې د يوې امنيتي غونډې پر مهال خبريالانو ته غږېده وويل: "موږ نشو کولى چې جگړې د نظر سنجونو له مخې تر سره کړو او که دا کار وکړو په ژورو ستونزو به کېوزو".

هغه وويل موږ بايد خپلې چارې د هغه څه پر اساس تنظيم کړو چې موږ ته تر ټولو غوره تگلاره برېښي او هغه دا چې خپل هېواد خوندي کړو او القاعده او طالبان پرېنږدو چې کله هم په افغانستان کې بيا خوندي ځايونه ومومي.

ليون پنېتا ومنله چې له دې جگړې نه امريکاييان ستړي دي، خو وايي افغانان هم همدومره ستړي دي.

هغه اما وويل چې امريکاييان پوهېږي موږ ولې په ٢٠٠١ کال کې افغانستان ته د جگړې لپاره ورغلو.

د انځور حقوق AFP
Image caption ليون پنېتا ومنله چې له دې جگړې نه امريکاييان ستړي دي، خو وايي افغانان هم همدومره ستړي دي.

د هغه په وينا دا جگړه ددې لپاره پيل شوه چې القاعده په افغانستان کې له خوندي ځايو څخه بې برخې شي چې بيا هېڅکله هغسې بريدونه ونشي کړى چې د سپټمبر پر يوولسمه پکې نژدې درې زره کسان ووژل شول.

زموږ د پېر

د ښاغلي پنېتا له خبرو سره د هغه کاناډايي سيال هم همغږي وښوده. پيټر مک کى وويل: په افغانستان کې د ناټو هڅې "زموږ د پېر" تر ټولو لويه ننگونه ده چې دده له نظره يې موخه ددغه ډول بريدونو د بيا کېدو مخنيوى دى.

د امريکا دفاع وزير يو ځل بيا تېر ميلادي کال په افغانستان کې د اوښتون يو مهم ټکى وباله چې وايي د تاوتريخوالي کچه پکې په ټوليز ډول لوېدلې، سره له دې چې خال خال تودېدنې هم پېښې شوې دي.

ورته مطالب