له کانکور پاتې افغان زده کوونکي نیمه لوړو زده کړو ته لار مومي

د انځور حقوق
Image caption په ۱۳۹۰ کال کې شاوخوا ۱۶۰ زرو پيغلو او ځوانانو د کانکور ازموينه تېره کړه،

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دوولسمو ټولگيو هغو ۷۰ زره زده فارغانو ته به د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو زمينې برابرې کړي چې د کانکور په ازموينه څې پاتې راغلي دي.

تېر کال د دوولسمو ټولگيو شاوخوا ۱۶۰ زره فارغانو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه چې له ډلې يې يوازې ۴۰ زره یې پوهنتونونو ته لار موندلېې ده.

په تېرو کلونو کې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو موسسو ته بريالي کېدنه ستونزمنه ده او تر ډېره د دوولسمو ټولگيو زده کوونکي وزگار پاتې کېږي چې تر ډېره يې افغان دولت ته هم ستونزې پېښې کړي دي.

په تېرو لسو کالو کې دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د پوهنې وزارت پريکړه کوي چې په دومره لوړ شمير کې د دوولسمو ټولگيو فارغانو ته د نيمه لوړو زده کړو زمينه برابروي.

دغه ښوونيزې موسسې چې تر ډيره دارالمعلمينونه، دارالعلومونه او د مسلکي زده کړو انستيتونه دي د پوهنې وزارت په اډانه کې زده کړې پر مخ بيايي.

د پوهنې وزارت سرچينې وايي دا مهال ۴۲ دارالمعلمينونه، د مسلکي او تخنيکي څانگو ۷۲ انستيتونه او د ديني زده کړو ۵۰ دارالعلومونه هغه ښوونيزې ادارې دي جې په پلازمينه کابل او نورو ولايتونو کې د دوولسمو ټولگيو ديرش زره فارغان په کې زده کړې کوي.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي چې سړنې کال يې په دغو ښوونيزو ادارو کې د زده کوونکو کچه لوړه کړي او د دوى د دې جوگه دي چې د دولسمو ټولگو نه فارغ شوي ۷۰ زره زده کوونکي پر دغو موسسو کې جذب کړي، خو وايي هغو زده کوونکو ته به لومړيتوب ورکوي چې د کانکور په ازموينه کې يې تر ۲۴۰ زياتې نومرې اخيستې وي.

د پوهنې وزارت له دغه اعلانه وروسته د دوولسمو ټولگيو سلگونو فارغانو خپل غوښتنليکونه په لاس دغه وزارت ته ورغلل او د پوهنې وزارت په انستيتونو کې يې د زده کړو غوښتنې کولې.

په دې وروستيو کلونو کې د دوولسمو ټولگيو فارغان په پوهنتونونو او نيمه لوړو زده کړو په انستيتونو کې د شاملېدو لپاره سخت لېوال دي، خو په تېرو لسو کالو کې په زرگونه پېغلې او ځوانان نه دي توانېدلي چې دغو ښوونيزو موسسو ته لاره بيامومي.

په ۱۳۹۰ کال کې شاوخوا ۱۶۰ زرو پيغلو او ځوانانو د کانکور ازموينه تېره کړه، خو له دلې يې یوازې ۴۰ زره فارغان په دې وتوانېدل چې دغو ښوونيزو موسسو ته لاره ومومي.

د پوهنې د وزارت شمېرې ښيي چې ښايي په روان لمريز کال کې ۲۳۳ زره نو پېغلې او ځوانان هم له دوولسمو ټولگيو نه فارغ شي، او دا رنگه په راتلونکو پنځو کالو کې به د بېلابېلو لېسو نه د فارغ شويو پېغلو او ځوانانو شمېر ۵۰۰ زرو ته لوړ شي.

په همدې تړاو د پوهنې له مرستيال وزير آصف ننگ سره چې ټيک د چارو همدا برخه سمبالوي وپوښتل شوه چې د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته د منلو څرنگوالى روښانه کړي:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب