جلال اباد کې اسلامي څېړنیز پوهنتون جوړېږي

جلال اباد
Image caption د لوړو زده کړو وزارت وايي، ددغه پوهنتون لپاره به له نړیوالو بودیجه وغواړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پلان لري، چې د دغه هیواد په ختیځ ښار جلال اباد کې یو اسلامي څېړنیز پوهنتون جوړوي.

وزارت وايي، دغه پوهنتون به په افغانستان کې لومړنۍ پوهنتون وي، چې اسلامي څیړنې پکې د نړیوالو معیارونو سره سمې تر سره کیږي.

که څه هم په افغانستان لس ګونه دولتي او شخصي پوهنتونونه په تېرو څو کلونو کې جوړ شوي، خو دا به لومړی ځل وي، چې په افغانستان کې د اسلامي څېړنو لپاره داسې پوهنتون جوړېږي، چې د افغان چارواکو په باور څېړنې به یې په نړیوالو معیارونو برابروي.

د لوړو زده کړو افغان وزیر ډاګټرعبیدالله عبید وايي، هماغسې، چې له ولسي استازو یې د باور رایې د اخیستلو پرمهال ژمنه کړې و، چې په افغانستان کې به د اسلامي زده کړو څېړنیز پوهنتون جوړوي، اوس یې د همغې ژمنې د پوره کولو په موخه هڅې پيل کړې دي.

ښاغلي عبید بي بي سي ته وویل، د خپل پلان له مخې به دغه پوهنتون په لودیځ ښار جلال اباد جوړشي.

ښاغلی عبید وايي، د دغه پوهنتون د جوړېدو موخه دا ده، چې افغان زده کوونکي د اسلامي زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تګ اړتیا پیدا نه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، که څه هم تر اوسه د دغه پوهنتون د جوړیدو لپاره بودیجه په واک کې نه لري ، خو وايي هڅه کوي چې هم نړیوال ټولنه او هم افغان حکومت د دغه پوهنتون لپار د بودیجې ورکولو ته وهڅوي.

افغان حکومت هڅه کوي، د ګاونډیو هیوادونو په مذهبي مدرسو کې دافغان زده کونکو د مخنوي لپاره په کور دننه مذهبي مدرسې جوړې کړې، ځکه داسې ویره شته، چې د ګاونډیانو په مذهبي مدرسو کې زده کونکي له ترهګرو ډلو سره یو ځای کیږي.

ورته مطالب