يوازې کابل کې ۳۳ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې

Image caption ویل کیږي په کابل کې یو شمیر نوې مینې د جعلي اسنادو پر مرسته په دولتي سیمو کې جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اداره وايي په تیرو شپږو میاشتو کې یوازې په پلازمینه کابل کې ۳۳ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د دغې ادارې چارواکي دهغو کسانو د نومونو له اخیستلو ډډه کوي چې د دولتي ځمکو په غصبولو کې لاس لري خو د دولتي چارواکو ونډه هم نه ردوي .

په همدې حال کې د کابل ښاروالي زورواکانو او د ځمکې غاصیبینو ته خبرداری ورکوي چې له دې وروسته به دهغوی پر وړاندې جدي ګام واخیستل شي.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اداره وايي غصب شوې دولتي ځمکې تر ډیره د کابل ښار په لویدیځ رحمانه مینه، باغ بالا، داوود خان باغ او د کابل ښار دغرونو په لمنو کې پرتې دي.

د دغې ادارې مرستیال عبدالرزاق زالالي بي بي سي ته وویل، د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې په تیرو شپږو میاشتو کې له ۳۰ زره جریبه ډیره دولتي ځمکه په کابل ښار او شاوخوا سیمو کې غصب شوې ده.

که څه هم ښاغلی زلالي دهغو کسانو د نومونو له اخیستلو ډډه کوي چې د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري خو وايي امکان شته چې دولتي چارواکي به د دغو ځمکو په غصب کې لاس ولري.

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې په دغه ښار کې دولتي ځمکې اوس هم غصبیږي خو خبر داری ورکوي، چې دغاصیبینو پروړاندې به جدي چلند غوره کړي.

د کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش وايي:

"د ځمکې د غاصیبونو پر وړاندې زموږ چلند تغیر نه کوي او لا جدي کیږي.هغه پروګرامونو، چې د ځمکې غاصیبینو زموږ لپاره جوړې کړي، ښایې دوی به داسې فکر وکړي، چې موږ له خپل دریځ په شا کړي او یا به زموږ دریځ کمزوری کړي، خو په هیڅ صورت سره په دې کار کې نه شي بریالي کیدای.که زه دیوې دقیقې لپاره ښاروال هم پاتې شم، له خپله دریځه نه په شا نه ځم او له ټولو هغو کسانو سره به قانوني چلند، کیږي،چې ځمکې یې غصب کړي دي"

په تیرو لسو کلنو کې نه یوازې په کابل بلکه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې لس ګونه زره جریبه دولتي ځمکې غصب شوي دي چې یو شمیر لوړ پوړه چارواکي هم پکې ښکیل ګڼل کیږي.

ویل کیږي په کابل کې یو شمیر نوې مینې د جعلي اسنادو پر مرسته په دولتي سیمو کې جوړ شوي دي.

داسې ګمان هم کیږي چې د دغو مینو مالکان هم لوړه پوړه کسان دي.

ورته مطالب