"افغانستان کې پر ښځو ظلم کوونکي سرې سترگې ګرځي"

د انځور حقوق AFP
Image caption خبريالان وايي له ښځو سره زور زياتى د دودونو په پلمه ډير کله چارواکي او قامي مشران هيروي.

د افغانستان د څلورو ختيځو ولايتونو لپاره د بشري حقونو د خپواک کميسیون اداره وايي په دغو سيمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د تير کال په پرتله ډیر شوی دی.

د دغې ادارې مشر ډاکټر رفيع الله بيدار د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په يوه مرکه کې وويل چې په تير يوه کال کې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۵۰۰ ډيرې قضيې ثبت شوي دي.

ښاغلي بيدار وويل تر ټولو ديرې شکايت پر ښځو له تاوتريخوالي دى او داسې موارد هم ليدل شوي چې په دغو پښتني ولايتونو کې ميرمنې له کوره شړل شوي دي.

په ثبت شوو پيښو کې وهل ټکول، په کمکي عمر په زوره د نجونو ودول ، د نفقې نه وروکول او له کوره د ميرمنو شړل په پرله پسې ډول د جدول په سر کې ياد شوي دي.

ښاغلي بيدار وويل له کوره د ميرمنو شړل هغه څه دي چې په دې وروستیو کې يې ډير شکایتونه دغې ادارې ته رسيدلي دي.

په ختيځ زون کې ننګرهار او کونړ هغه ولايتونه ياد شوي چې ښځو په کې ډير شکايتونه د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره ثبت کړي دي.

ښاغلي بیدار په دولت نیوکه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قانون له تصويبه ډير وخت وروسته هم يوازې د کاغذ پر مخ قانون پاتې دى او نه دی عملي شوی.

په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون چارواکي وويل له ښځو سره په بد چلند د تورنو کسانو نه محاکمه کيدل هم هغه څه دي چې د دغه ناوړه عمل په ختمولو کې يې خنډ پيدا کړى دى.

رفيع الله بيدار وويل له ښځو سره ظلم کوونکي سرې سترگې گرځي او د بيلا بيلو دلايلو له امله څه نه ورته ويل کيږي.

که څه هم د بشري حقونو د خپلواک کميسيون چارواکي د لغمان او نورستان په پرتله په ننگرهار او کونړ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د ډيرو پېښو د ثبت خبره کوي خو ورسره مني چې په نورو دوو ولايتونو کې ښايي د ځينو دلايلو له امله يا ډيرې ښځې رامخته شوې نه وي چې د ورسره شوي ظلم يادونه وکړي او يا ښايي په رښتيا وضعيت په کې ښه وي.

خبريالان وايي له ښځو سره زور زياتى د دودونو په پلمه ډير کله چارواکي او قامي مشران هيروي.

د ښځو د حقونو ځينې فعالين وايي تل په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي پېښې وې خو اوس د رسنيو او د بشري حقونو د فعالينو له امله پرې خبرې کيږي.

تيره اوونۍ د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې د افغانستان په باب رپوټ خپور کړ او د داسې په سلگونو نجونو حال يې ووايۀ چې ويل يې له کورونو د پلار، ورور يا خاوند د وهلو ټکولو له امله تېښتې ته اړې شوي خو قانون ساتونکو يې د ساتنې پر ځاى هغوى زندان ته اچولي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې د یوه فرمان له لارې روښانه کړي چې له کوره تېښته جرم نه دی او هغه کسان چې په دې تور بندیان دي بايد له بنده خلاصې شي.

دوى له مرستندویه هېوادونو هم وغوښتل چې پر افغان حکومت فشار ډېر کړي چې بشري حقونو ته خپل پام زیات کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي دا حالت د دې لامل کیږي، هغه ښځې چې له تاوتریخوالي او جبري ودونو سره مخ کیږي خپل غږ اوچت نه کړي.

په ختيځو سيمو کې د بشري حقونو د خپواک کميسیون د ادارې د مشر ډاکټر رفيع الله بيدار مرکه دلته اوريدلی شﺉ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب