کونړ کې له چاودېدونکو توکو 'ډکه لارۍ' نیول شوې ده

چاودېدونکي توکي
Image caption خبريالانو ته هغه لارۍ هم وروښودل شوه چې دغه توکي پکې راوړل شوي وو.

په ختيځ ولايت کونړ کې په بمونو او چاودنو کې پکارېدونکو توکو ډکه لارۍ نيول شوې.

امونپم نايټريټ او تروتيل چې څه باندې اته ټنه کېږي ددفاع وزارت د استخباراتو ځایيي ادارې نيولي.

چارواکي وايي لارۍ د پاکستان له ملتانه را بار شوې او په سر يې کيلې اېښودل شوې وې. ددغو توکو سره څلور کسان هم نيول شوي.

د افغانستان ددفاع وزارت د کشف او استخباراتو ځايي ادارې په مرکز اسد اباد کې خبريالانو ته هغه توکي ورښودل چې ددغې ادارې په وينا د لارې غاړې بمونو او نورو چاودنو کې کارول کېږي.

ددغې ادارې يوچارواکي چې نه ېې غوښتل نوم يې واخستل شي، رسنيو ته وويل دغه څه باندې اته ټنه په چاودنو کې کاريدونکي توکي د پاکستان له ملتان نه راوړل شوي.

خبريالانو ته هغه لارۍ هم ور ښودل شوه چې دغه توکي پکې راوړل شوي وو.

په لارۍ کې د امونيم نايتريت تروتيل او پوتاشيم کلورايډ له پاسه کيلې ايښوول شوې وې چې په لاره کې له تالاشيو په اسانۍ راتېر شي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د چاودېدونکو توکو پر سر کېلې اچول شوې.

ددغو چاوديدونکو توکو سره د تړاو په تور څلور کسان هم نيول شوي چې اوس ترې پوښتنې روانې دې خو دا لا نه روښانه چې د راوړونکو د سر سړى او لارۍ چلوونکى چې مواد يې راوړي نيول شوى او کنه؟

دا هم نه ده معلومه چې نيول شوي کسان افغانان او که د بل هېواد وګړي دي.

چارواکي وايي ددغې ډلې په نورو کسانو پسې هم لټه روانه ده چې په دغه پېښه کې ددوې په وينا ښکېل دي.

دا لومړى ځل دى په کونړ کې دومره ډېر چاودېدونکي توکي نيول کېږي او هغه هم مخامخ له پاکستانه په را بار شوې لارۍ کې.

ورته مطالب