د بغلان کمپیوټر جوړونې مارکیټ کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړل

چاودنه د انځور حقوق
Image caption چاودنې د انګلیسي ژبې د زده کړې او کمپیوټر جوړونې په یوه مارکیټ کې شوې.

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې دوو چاودنو لږترلږه اوولس کسان ټپیان کړي، چې ډېری یې د کورسونو زده کوونکي دي.

د مرزکي بغلان ولسوال امیر ګل بي بي سي ته وویل، لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا اووبه بجې د شیر په مارکیټ کې وشوه.

نوموړی وايي، په دې مارکیټ کې د انګلیسي ژبې د زده کړې او کمپیوټر جوړونې مختلف کورسونه دي.

ښاغلي امیرګل وویل، چې لومړۍ چاودنې تلفات نه لرل، خو کله چې امنیتي کسان او ولسي خلک د چاودنې ځای ته ورغلل، بله چاودنه وشوه.

د نوموړي په وینا، په دویمه چاودنه کې ۱۷ کسان ټپیان شول، چې درې پکې پولیس، دوه د ملي امنیت کارکوونکي او ۱۲ ولسي وګړي دي.

د مرکزي بغلان د مرکزي روغتون رییس ډاکټر خلیل بي بي سي ته وویل، چې دوی ته پنځلس ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړي د دوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک وښود.

په ټپیانو کې زده کوونکي او ماشومان هم دي.

ورته مطالب