غزني کې د ګاډو ټکر د پنځو مسافرو ژوند واخیست

غزنی
Image caption ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته رسول شوي او د څلورو روغتیايي حالت ډاکټرانو نازک ښودلی دی.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي په اب بند ولسوالۍ کې د دوو ګاډو د ټکر له کبله پنځه مسافر مړه شوي او اووه دېرش نور ژوبل شوي دي.

د غزني امنیه قومندان زړور زاهد بي بي سي ته وویل، ټکر داسې مهال شوی، چې له کندهار راتلونکی ۳۰۳ مسافر وړونکی ګاډی له یوه ډینا سره وجنګېده.

دا پېښه نن سهار د اب بند ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې شوې ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي عبدالولي خان زاده بي بي سي ته وویل، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته رسول شوي او د څلورو روغتیايي حالت ډاکټرانو نازک ښودلی دی.

د غزني امنیه قومندان د پېښې اصلي لامل د ګاډو تیزوالی، د سړک خرابوالی او د چلوونکو بې پامي ښودلی دی.

بل خوا، د غزني امنيه قومندان زړور زاهد دا هم وايي چې د غزني خوګياڼيو ولسوالۍ پیرکي کلي کې د ماين چاودنې درې پولیس ټپیان کړي دي.

خو د ذبیح الله مجاهد په نامه، د طالبانو وياند بيا وايي چې په دغې چاودنه كې يې پنځه افغان پولیس وژلي دي.

ورته مطالب