نری رنځ هرکال ۱۰۰۰۰ افغانان وژني

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نری رنځ يا سل د ساري ناروغيو له ډلې دی، خو درملنه او وقايه يې ناشونې نه ده

د عامې روغتيا وزارت شمېرې ښيي چې افغانستان د نړۍ د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې دی چې په نري رنځ د اخته وو کسانو لوړ ګراف لري. د نړېوال روغتيايي سازمان او د افغانستان د روغتيا وزارت موندنې ښيي چې یوازې تېرکال ۵۰ زره افغانان په نري رنځ اخته شوي چې لس زره يې مړه شوې دي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي په نري رنځ يا سل اخته وو کسانو ۶۶ سلنه يې يوازې ښځې دي.

ميرمن دليل په خپلو خبرو کې وويل چې د نړيوال روغتيايي سازمان او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت موندنې ښيي چې هرکال شاوخوا لس زره کسان د نري رنځ يا توبرکلوز له امله مري. د دوی ۶۶ سلنه یې یوازې ښځې دي. دغه شمېرې د ټول هېواد په کچه دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند ډاکټر کارگر نوراغلي بي بي سي ته وويل چې په نري رنځ د ښځو اخته کېدو عمده لامل د دوى پرله پسې او کم عمر کې ماشوم زيږونې او بيا د سمو خوړو نشتوالى دي.

ډاکټر نوراوغلي زياته کړه چې له همدې امله دوي کمزوري کيږي او دغه ناروغي پرې بريد کوي.

له دغې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوال روغتيايي سازمان وړانديز دا دی چې د افغانستان نړيوال مرستندويان بايد په دې تړاو له خپلو مرستو دريغ و نه کړي.

د دغه سازمان مشر ډاکټر احمد فرح شاه دول په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل د مرستو لويه برخه بايد د روغتيايي اسانتياوو په برابرولو ولګېږي. دی وايي د توبرکلوز اصلي قربانيان افغان ښځې او ماشومان دي.

ډاکټر شاه دول زياته کړه چې د افغانستان پېچلي امنيتي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت ته په کتو د نري رنځ د مخنيوي لپاره د نړيوالو مرستې ډېرې مهمې دي. له نړیوالو مرستندویانو چې د نري رنځ پر وړاندې مبارزه کوي، مننه کوم.

دې په خلکو غږ هم وکړ چې راځئ په ګډه له دغې ناروغۍ سره چې نارينه، ښځې او ماشومان ګواښي جګړه وکړو.

بې وزلي، بې سوادي او نظافت ته نه پام د دغې ناروغۍ مهم لاملونه ياد شوي دي. که څه هم نری رنځ يا سل د ساري ناروغيو له ډلې دی، خو درملنه او وقايه يې هم ناشونې نه ده.

ورته مطالب