فارياب کې ځانمرګي د دريو ناټو سرتېرو په گډون ١٠ کسه وژلي

د انځور حقوق
Image caption رپوټ وايي دغه بريد يو مارکيټ سره نژدي تر سره شوى.

افغان چارواکي وايي د افغانستان په شمال فارياب ولايت کې يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ١٠ کسان وژلي او د تر شلو ډير يې ټپيان کړي دي.

وروستي رپوټونه وايي چې په وژل شويو کې د ناټو درې سرتېري هم شامل دي چې تر اوسه يې هويت نه دي په ډاگه شوى.

ځينو سرچېنو بي بي سي ته وويل چې بريدگر د فارياب په مرکز ميمنه کې يوه رسمي غونډه په نښه کړې وه.

رپوټونه وايي په موټرسايکل سپور بريد گر د ترکاريو مارکېټ سره نژي يوې غونډې ته له رسېدو وروسته بريد وکړ. ويل کېږي چې مارکېټ کې خورا گڼه گوڼه وه او افغان او بهرني امنيتي ځواکونه هم په کې وو.

د ولسي جرگې پخواني غړي حاجي احمد خان بي بي سي ته وويل چې "په ميمنه کې يوه لويه غونډه روانه وه، ځانمرگى غونډې ته ننوت او بريد يې وکړ. "

په ميمنه کې يو امنيتي چارواکى وايي چې په "وژل شويو او ټپيانو کې ډېرى ځايي دوکانداران (پلورونکي) دي.

رپوټونه وايي په وژل شويو کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان شامل دي. د څلورو پوليسو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

طالبان وايي چې دغه بريد دوي تر سره کړى دى.

په فارياب کې ډيری بهرني سرتيري د ناروې دي خو په هيواد کې د دغو پوځيانو وياند اي ايف پي خبري آژانس ته ويلي چې د دوي کوم سرتېرى په دغه سيمه کې نه و.

بلې خوا ته د ناټو آيساف ځواکونه وايي دوه سرتېري يې د افغانستان په شمال کې د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې وژل شوې دي.

د چارشنبې په ورځ ناټو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په دريو جلا بريدونو کې د خپلو دريو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دوی له لوري په خپره شوې اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي چې دغه چاودنه د افغانستان په کوم شمالي ولايت کې شوې ده.

روان ميلادي کال طالبانو پر ناټو ځواکونو څو ځله بريدونه کړي چې له امله يې ١٠٠ پوځيان وژل شوي دي.

فبرورۍ کې د امريکايي پوځيانو له خوا د قران کريم له سوځونې وروسته د دغو پېښو شمېره مخ په لوړېدو ده.

په پنجوايي کې د ١٧ ملکي وکړو له وژلو کېدو وروسته وضع نوره هم ترينگلې شوې ده.

ورته مطالب