نورستان: دوه ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې محاصره دي

د انځور حقوق Demotix
Image caption افغان حکومت دا پر خپله خاوره بربنډ تيرى بولي او دنه تکرار غوښتنه ېې کوي

نورستاني چارواکي وايي ددغه ولايت دوه ختيځې ولسوالۍ کامديش او برګمټال له څو ورځو راهيسې محاصره دى او که دوسلو او مړدکو مرسته ونه شي پوليسو د نورې ننګونې سره مخامخ کيږي.

دغلته وسلوال طالبان ادعا لرې چې ډير شمير پوليس د دوې ليکو ته ور اوختي.

له بلې خوا دکونړ پر دانګام ولسوالۍ د چارواکو په وينا د پاکستانې پوستو نه درنې ډزې شوي.

د نورستان د چارواکو له څرګندونو ښکارې چې له کامديش او برګمټال نه بيا ګڼو وسلوالو ګيره چاپير کړې او د يو پراخ بريد تابيا لري.

د نورستان د پوليسو مشر غلام الله نورستانى وايي دواړه ولسوالۍ لا هم تر ګواښ لاندې دي او وايي دحالاتو دارزولو او د پوليسو د نور ډاډ او ځواکمنتيا په نيت برګمټال ته د کورنيو چارو وزارت يو لوړ پوړى چارواکي عبد الرحمان رحمان ورغلى. نوموړى وايي اوس هم حالات په بشپړه تو ګه سم نه دي او له کابله د نورې مرستې او ځواک پياوړتيا غوښتنه کوي.

ښاغلى نورستانى وايي چې "ددغه دوه درې ورځو په شاوخوا کې جنګ لږ کم شوى دى خو د محاصرې په شکل اوس هم پراته دي. ددې مشکل د حل په خاطر د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر جنرال عبد الرحمان رحمان اوس په برګمټال کې تشريف لري. زموږ غوښتنه داده چې مرکزي حکومت زموږ سره د مهماتو او هوايي مرسته وکړي خو د امنيتي معين برګمټال ته ورتګ هم زموږ لپاره غټه خبره ده"

دکورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال داسې مهال برګمټال ته ورځي چې په دواړو ناکراره ولسواليو کې وسلوالو طالبانو د شاوخوا ديرشو پوليسو دوي ته دوراختو دعوه کړې خو د نورستان چارواکي ېې تشه د خولې خبره بولي.

رپوټونه وايي دلته د جګړو مخ په ډيريدونکو انديښنو په ډيرو خلکو کې چې له وړاندې نه دګڼو ستونزو سره مخامخ وو نوره وارخطايي رامنځ ته کړې.

له بلې خوا د کونړ چارواکي وايي د دغه ولايت په دانګام ولسوالۍ تېره ورځ شاوخوا لس درنې مرمۍ دپولې له بلې غاړې نه راوار شوي خو ځاني زيان ېې ځکه نه دى اړولى چې په شاړو کې لګيدلي.

افغان حکومت دا پر خپله خاوره بربنډ تېرى بولي او د نه تکرار غوښتنه ېې کوي.

تير کال هم پر کونړ زرګونه ګوزارونه شوي وو چې پر کډوالۍ سربيره ېې لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي وو.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې تړاوو څه نه دي ويلي خو تير کال د ورته حالت غزيدنې د دواړو هيوادو اړيکې د نورې نازکتيا خواته څکولي وو.

ورته مطالب