د کابل بانک پوروړو ته دوه مياشتې وخت ورکړل شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال په کابل بانک کې د درغليو پيښه د کابلبانک د چاڼولو د ځانگړې ادارې له خوا تر څيړنې لاندې ده

د افغانستان د وزيرانو شورا اقتصادي جرگگۍ پريکړه کړې چې د کابل بانک د کړکيچ د څيړلو لپاره دې ځانگړې څارنوالي او محکمه جوړه شي.

دغې جرگگۍ هغو کسانو ته چې په نا قانونه توگه يې له دغه بانکه پورونه اخيستي دوه مياشتې وخت ټاکلى چې خپل پورونه بيرته دغه بانک ته وسپاري.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ويلي و چې له کابل بانکه شاوخوا نهه سوه مليونه ډالره په ناقانونه توگه ايستل شويدي.

د افغانستان د خصوصي بانکونو له ټولو په ستر بانک کې اقتصادي کړکيچ دوه کاله وړاندې را دبره شو، خو اغيزې يې لا هم د افغانستان د کمزوري اقتصاد پر سر پرتې دي.

خو اوس چې له هغه مهاله دوه کاله تير شوي افغان دولت غواړي چې د دغه کړکيچ د سپيناوي لپاره يوه ځانگړې څارنوالي او محکمه دې د دغې پيښې څيړنه او پلټنه وکړي .

په افغانستان کې د فساد او بډو اخيستلو په وړاندې د مبارزې مشر عزيزالله لودين چې د کابل بانک کړکيچ يې له دوو کالو راهيسې څيړلى وايي چې هغه هم پخپله د وزيرانو شورا په جرگگۍ کې ناست و چې دغه پريکړه شوې ده.

کابل بانک چې ويل کيږي د کمزوري مديريت په وجه د ٢٠١٠ کال په سپتمبر کې ديوالي شو هماغه مهال گڼو ونډه والو او نورو افغانانو چې هلته يې پيسې لرلې خپلې پيسې راويستلې ، د افغانستان بانک وايي چې له دغه بانکه له نهه سوه مليونو ډالرو زياتې پيسې په ناقانونه توگه له دغه بانکه وتې دي ، خو ښاغلى لودين وايي چې د دغو پيسو څه نا څه يې بيرته تر لاسه شوي او په دې تور ځيني کسان نيول شوي هم دي.

دا مهال په کابل بانک کې د درغليو پيښه د کابلبانک د چاڼولو د ځانگړې ادارې له خوا تر څيړنې لاندې ده ، افغان دولت دغه بانک په دوو برخو ويشلى چې يو ته يې ښه او بل ته يې بد وايي ، چې د افغانستان بانک هغې ښې برخې ته يې نوى جواز ورکړى او خپلې چارې د پخوا په څير سمې دمې پر مخ بيايي.

ورته مطالب