کابل وايي د غازو د نلليکې تړون راتلونکې مياشت لاسليکيږي

غاز د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ترکمنستانه د غازو د نلليکې خبره له کلونو راهيسته روانه ده خو چارواکي وايي اوس يې بشپړيدا ته نژدې شوي دي

افغان حکومت وايي چې د راتلونکې مى په مياشت کې به د افغانستان ، پاکستان ، ترکمنستان او هندوستان د کانونو وزيران سره په عشق اباد کې جرگه کيږي او هغه تړون به لاسليک کړي چې پر مټ به يې له ترکمنستانه د غازو نل ليکه د افغانستان له لارې د هندوستان تر پولو وغځول شي .

دا رنگه د ترکمنستان چارواکو هيله څرگنده کړې چې د دغې نل ليکې په غځولو سره به د سيمې هيوادونو تر منځ اړيکي تاوده شي چې په خبره يې له دې سره به په سيمه کې سوله او ټيکاو هم ټينگ شي .

که څه هم په دې اړه د افغانستان گاونډي هيواد ايران ځينې انديښنې په ډاگه کړې وې او غوښتنه يې دا وه چې دغه نلليکه بايد د هغه هيواد له لارې د هند تر پولو وغځيږي ، خو افغان چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي او وايي چې په دې اړه کره شواهد په لاس کې نه لري .

که څه هم د ترکمنستانه تر هندوستانه پورې د غازو د نل ليکې د غځولو د چارو اجرايوي پړاو ته لا څه موده پاتې ده ، خو ترکمن چارواکي وايي چې سر له اوسه ورته ډيرو نړيوالو کمپنيو ليوالتيا په ډاگه کړې ده .

دغه راز افغان چارواکي وايي چې د راروانې مى په مياشت کې به د افغانستان ، تر کمنستان ، پاکستان او هندوستان چارواکي سره په عشق اباد کې جرگه کيږي او هغه تړون به بشپړتيايي پړاو ته ورسوي چې پر مټ يې د غازو دغه نل ليکه له افغانستانه تيريږي ، د کانونوو وزارت وياند جواد عمر وايي چې د دغي نل ليکې د غځولو په چاره کې اسيايي بانک هم ښکيل دى چې په وينا يې تر ډيره به يې مالي بوج په غاړه واخلي :

(( د مى په ٢٤ نيټه به د څلورو هيوادونو د کانونو وزيران سره په عشق اباد کې وويني او د دغه تړون پر بشپړولو به سره پايلې ته ورسيږي البته اسيايي بانک هم په کې ښکيل دى ، په دغې کتنه کې به د دغې پروژې ټول اسناد وڅيړل شي . ))

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د نل ليکې د غځولو خبره له نن نه شپږ کاله وړاندې د افغان او ترکمن ولسمشرانو په ناسته کې ياده شوې وه ، خو تر دې مهاله يې عملي بڼه نه وه خپله کړې .

داسې گنگوسې هم له يوې او بلې غاړې اوريدل کيږي چې گواکې ايرانى لورى نه غواړي چې دغه نل ليکه دې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته تيره شي خو د کانونو د وزارت وياند ښاغلى عمر د دغې پوښتنې له ځوابولو په څنگ تيريږي او وايي چې لا هم په دې تړاو کره اسناد او لاس وندونه نه لري :

(( دا چې ايرانيان په دې اړه څه نظر لري او څه وړ فکر يې په اړه کوي ، موږ يې په اړه اسناد او شواهد په لاس کې نه لرو ، نو ځکه پرې تبصره هم نه شو کولاى . ))

داسې اټکل کيږي چې افغانستان به د دغې پروژې له کبله هر کال شاوخوا ٥٠٠ ميليونه ډالر تر لاسه کړي ، د افغان چارواکو په وينا د دغې پروژې له برکته به زرگونو افغانانو ته د کار زمينې برابرې شي او زرگونه نور کسان به د دغې نل ليکې د ساتونکو پر دندو وگومارل شي .

افغان حکومت وايي چې پر دغې پروژې ١٠ مليارده ډالره لگښت راځي او گڼو نړيوالو کمپنيو پر دغې پروژې د پانگونې ليوالتيا ښوولې ده .

تر کمنستان د نړۍ په کچه څلورم هيواد دى چې د غازو سترې زيرمې لري.

د کارپوهانو وينا ده چې که دغه غاز سويلي اسيا ، چين او اروپايي هيوادونو ته لاره بيامومي ، ښايي چې دغه هيواد د پرمختللو هيوادونو په څيرد غوړيدلي اقتصاد خاوند شي.

ورته مطالب