'۶۲٪ افغانان روغتیايي اسانتیاوې لري'

د انځور حقوق
Image caption په افغانستان کې د درې لسيزو چگړو په ترڅ کې خلک بې وسه شوي او تر ډيره بنسټيزو روغتيايي خدمتونو ته يې لاسرسى گران و.

سږ کال د روغتيا نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کې د پاخه عمر خلکو ته د پاملرنې تر سرليک لاندې لمانځل کېږي.

په افغانستان کې د پاخه عمر کسانو لپاره د روغتيا او نورو برخو کې لږې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې دا مهال ۶۲ سلنه خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى لري ، چې يوه لسيزه وړاندې دغه څه تر اته سلنې رسېدل.

په افغانستان کې د هغو پرمختگونو خبره هم کيږي چې د مور او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې کچه ښکته شوې او ورسره، ورسره د روغتيايي خدمتونو لپاره گڼ روغتيايي مرکزونه هم جوړ شوي دي.

د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې د پاخه عمر خاوندانو ته پاملرنه ديره ده او په دغو هيوادونو کې وگړي يې هم تر ډيره عمره ژوند کوي، خو په افغانستان کې دغو خلکو ته خو يا پاملرنه نه کيږي او پا هم پاملرنه په نورو برخو کې زياته ده.

په افغانستان کې د درې لسيزو چگړو په ترڅ کې خلک بې وسه شوي او تر ډيره بنسټيزو روغتيايي خدمتونو ته يې لاسرسى گران و.

داسې رپوټونه هم شته چې د افغانشستان ډيرو اوسيدونکو هيڅ راز روعتيايي اسانتياوې نه لرلې او له همدې کبله د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې کچه هم لوړه وه چې دغه کچه د نړۍ له تولو هيوادونو پورته وه ، خو په تيرو لسو کالو کې په دغه هيواد کې روغتيايي خدمتونه دير شوي او گڼ روغتيايي مرکزونه هم جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۰۰ روغتونونو او روغتيايي مرکزونو تر څنگ سلگونه خصوصي روغتونونه هم جوړ شوي او د درملنې په برخه کې ډير پرمختللي ماشينونه هم دغه هيواد ته راوړل شويدي . حو لا هم د دغه هيواد څلويښت سلنه خلک له روغتيايي اسانتياوو بې برخې پاتې دي.

د عامې روغتيايي وزارت د وقايوي برخې مشر ډاکټر توفيق مشال وايي چې تر لسو کالو وړاندې چې يوازې اته سلنې خلکو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى لاره ، دا مهال دغه څه ډير هيله من کونکي دي.

میندوارې او ماشومان

دا رنگه د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مږينې کچه هم ښکته شوې ده، لس کاله وړاندې که په زرو نويو زيږيدلو ماشومانو کې ۲۵۰ يې تر پنځه کلنۍ وړاندې ساه ورکوله.

خو اوس د روغتيا د برخې چارواکي وايي چې له هرو لسو نويو زيږيدلو ماشومانو نه يوازې يوړ يې که تر پنځه کلنى وړاندې ومري د نورو د مړينې مخه يې نيولې ده، خو د دغو تولو سره ، سره بيا هم افغانستان هغه هيواد دى چې د ميندرو او ماشومانو د مړينې کچه هغه هم د زيږون پر مهال په کې لوړه ده.

د انځور حقوق
Image caption په افغانستان کې د ۲۰۰۰ روغتونونو او روغتيايي مرکزونو تر څنگ سلگونه خصوصي روغتونونه هم جوړ شوي.

لا هم په ډيرو کليو باندو کې د داکټرانو کمى شته او په ډيرو سيمو کې د روعتيايي مرکزونو نشتوالي ډيرې ننگونې راولاړې کړې دي.

د روغتيايي خدمتونو د زياتوالي سره ، سره لا هم افغانان د سمې درملنې د نشتوالي له امله له سختو لالهانېدو سره مخامخ دي، لا هم افغانان د ځينو جراحي عملياتو او يا ځينو پر مختللو معايناتو لپاره گاونډي هيواد پاکستان ته مخه کوي.

خو په افغانستان کې که روانو تاوتريخوالو ته وکتل شي ښايي داسې وانگيرل شي چې لا هم روغتيايي اسانتياو ته د خلکو لاسرسى ډيرې مودې ته اړتيا لري .

ورته مطالب