درغلیو او خراب کیفیت د سړک جوړولو چارې ودرولې

Image caption په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونو کې غلا او فساد اوس روښانه شوی دی.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي د سړکونو د خراب کیفیت له امله یې د سړک جوړولو چارې درولي او د تړونونو تر ارزونې وروسته به د سړک جوړلو چارې بیا له سره پیل کړي.

ددې وزارت د چارواکو په وینا په تړونونو کې درغلي او د پروژو خراب کیفیت ددې لامل شوی چې افغانستان د لسو کلونو په تېرېدو سره بیا هم په نړیوال معیار سړکونه ونه لري او هغه لویې لارې چې جوړې شوي بېرته ویجاړې شوې دي.

افغان حکومت ادعا کوي چې ددغو پروژو اتیا سلنه پېسې د نړیوالې ټولنې له خوا غلا شوي او پاتې نورې یې افغان لوړپوړو چارواکو او یا شرکتونو په بډه وهلې دي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د لویو لارو په ځانګړې توګه د حلقوي سړکونو جوړول د افغان حکومت او مرستندویه هېوادونو د پلان په سر کې ځای درلود.

خو اوس د افغانستان د ټولګټو چارو وزرات په هېواد کې د سړک جوړونې پر چارو نیوکې کوي او وايي چې چارې یې رڼې نه دي.

د دغه وزارت وزیر نجیب الله اوژن وايي د پروژو لاس په لاس کېدل او د پیسو په بډه وهل ددې لامل شوی چې سړکونه په ټیټ کیفیت جوړ شي.

بیړه، ناسمې طرحې، ډیزاینونه، نیمګړي تړونونه یا تدارکاتي سیستم، له بې کیفیته موادو څخه ګټه اخیستنه او د کدرونو نشتوالی ددې لامل شوي چې د زیاتره شرکتونو چارې تر پوښتنې لاندې راشي.

"په خواشینۍ سره ځینې ستر بهرني شرکتونه له خپلو تخنیکي وسیلو سره افغانستان ته نه راځي.دوی یواځې له خپل نوم او یا هم بانکي اعتبار سره افغانستان ته راځي، پروژې اخلي بیا یې دویم او دریمو کسانو ته ورکوي.د ټولګټو چارو وزیر وايي په ولایتونو کې ددې وزارت ټول چارواکي یې کابل ته ورغوښتي او د ظرفیتونو او کاري وړتیاو د لوړولو لپاره سلا مشورې ورسره کوي".

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال په دې باور دی چې په تېرو لسو کلونو کې د یوه دقیق اقتصادي سیاست نشتوالی ددې لامل شوی چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې له مرستو لږه ګټه اوچته کړي.

"زه په دې باور یم چې موږ په تېرو لسو کلونو کې یو داسې اقتصادي سیاست چې موږ ته لار وښيي نه درلود. نو له همدې امله که مرستندویه هېوادونو مرستې کړې هم وي، یوه زیاته اندازه یې له خپلې لارې لګولې دي او په په کارونو کې يې هم روڼوالی نه لیدلی کیږي. آن تر دې چې د کار ترسره کولو لپاره سندونه هم نه لري. د ۵۷ ملیارده ډالرو له جملې یواځې اته میلیارده یې د افغان حکومت او پاتې نور یې دوی په خپله لګولي دي".

دا يوازې د سړک جوړونې چارې نه دې چې نيوکې پرې کيږي بلکې په تېرو لسو کلونو کې د بیارغونې په چارو کې هم د غلا او فساد د شتون په تړاو شکايتونه کیږي.

د بیارغونې په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار یوسف پښتون دا مني چې د نړیوالې ټولنې په خوا کې یو شمېر حکومتي چارواکي هم په درغلیو کې ښکېل دي.

په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونو کې غلا او فساد اوس روښانه شوی دی.

ډېری افغانان په دې باور دي چې په تېرو لسو کلونو کې د یوې رڼې ادارې نه شتون ددې لامل شوی چې د هېواد اقتصاد په پښو ونه دریږي خو له دې ټولو سره سره بیا هم یو شمېر خلک راتلونکې ته هیله مند دي.

ورته مطالب