جلالي وايي فدرالي نظام تجزیې ته لار هواروي

ښاغلی جلالي او حفیظ الله معروف د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلي جلالي د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې احتمالي کاندید و، خو د نا څرکنده دلایلو له امله له خپلې نوماندۍ په شا شو.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي کاندید علي احمد جلالي وايي اوسمهال د افغانستان لپاره فدرالي نظام د هېواد د تجزیې په مانا دی.

ښاغلي جلالي له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل، فدرالي نظام هغه وخت په افغانستان کې کارنده دی چې دده په وینا، پیاوړي ګوندونه رامنځ ته شي او د افغان حکومت بنسټونه غښتلي شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نژدې دوه کاله وخت پاتې دی، خو سر له اوس نه ځینو کسانو په دغو ټاکنو کې د سیالیو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

علي احمد جلالي، چې پخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی، وايي چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې به ځان ونوموي.

د کورنیو چارو دغه پخواني وزیر له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې ادعا وکړه چې خپلو پلویانو یې هڅولی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړي.

ښاغلی جلالي وايي، دا چې اوسمهال د افغانستان بنسټونه پیاوړي نه دي، نو د فدرالي نظام خبرې به د افغانستان د تجزیې لپاره یوه لاره وي:

''څوک چې د فدرالي نظام چیغې وهي، فدرالي نظام ته د افغانستان شرایط نه دي برابر. او هغه کسان چې فدرالي نظام غواړي، پر واقعیتونو یې روښانه نظر نه لري، هغه فدرالي نظام چې دوی یې غواړي، د هېواد د تجزیې لپاره یو فورمول دی.''

نوموړی دارنګه وايي، چې د افغانستان ستونزه په نظام کې نه ده، او تر هغه چې نظام نه وي پیاوړی شوی، د پارلماني او فدرالي نظام خبره باید پر خپل ځای پاتې شي.

له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژيک تړون په اړه ښاغلي جلالي وویل، چې دغه تړون د افغانستان په ګټه دی، ځکه دده په وینا دغه تړون به ددې زمینه برابره کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان نه وځي، نړیواله ټولنه به افغانستان ته ژمنه پاتې شي:

د ګاونډيانو تمه

''د ستراتیژيک تړون یوه ګټه دا ده چې تشه پرې ډکېږي، او تر هغه پورې دا خلا ډکه شي چې افغانستان پر خپلو پښو نه وي درېدلی. ددغه تړون بله ګټه دا ده چې د افغانستان خلکو ته دا پیغام پرېږدي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته نړیوال افغانستان یوازې نه پرېږدي، او بل دا چې ګاونډیانو ته دا پیغام ورکوي، چې دا تمه ونه کړي، چې د بهرنیانو له وتلو سره به دوی بیا دلته د خپلو ګټو لپاره مداخله وکړي.''

ښاغلي جلالي د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو ته هیله مندي و ښوده، خو ویل چې دغه خبرې باید په هغو شرايطو کې وشي چې له یوې خوا د افغانستان ثبات زیانمن نه کړي او له بله پلوه رښتیني سوله رامنځ ته کړي او سیاسي ګټه ترې وانه خیستل شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نژدې دوه کاله وخت پاتې دی علي احمد جلالي، وايي چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې به ځان ونوموي.

ښاغلي جلالي د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې احتمالي کاندید و، خو د نا څرکنده دلایلو له امله له خپلې نوماندۍ په شا شو.

ورته مطالب