پاکستاني او چینايي خولیو د کندهاري خولیو بازار سوړ کړی

کندهاري خولۍ د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption سوداګروایی چې وړاندې تر دې به کندهارۍ خولۍ نه یوازې په افغانستان، بلکې ان ګاونډیو ولایتونو او هېوادونو ته به هم صادرېدلې.

په کندهار کې د کندهاري خولیو بازار تر بل هر وخت سوړ او دغه صنعت د منځه تلو په حال کې دی.

هټیوال وایي چې اوس ټولې خولۍ له پاکستان او چین راوړل کېږي چې د کندهارۍ خولې پر بازار یې خورا اغېز کړی.

د کندهار په بازارونو کې اوس هم کندهارۍ خولیو ته ورته د ځوانانو پر سر لیدل کېږی، خو هغه نور د کندهارۍ مېرمنو په لاس جوړې شوې خولۍ نه دي.

د کندهار سرپوښ بازار چې یومهال د کندهار د لاسي صنعت، په ځانګړې توګه د کندهارۍ خولۍ د تولید او پلورلو یو لوی مرکز بلل کېه، او د لسګونو دوکانونو په منځ کې تر لسو زیات د کندهارۍ خولې د تولید کارځایونه وو، چې په کې لسګونو کسان به په کار اخته وو.

خو اوس په دغه بازار کې یوازې له نورو هیوادونو راوړل شوې خولۍ پلورل کېږي چې د کندهارۍ خولۍ د تولید او پلور مخه یی نیولې ده.

خو د کندهارۍ خولۍ ټکنی شوی بازار هغه مېرمنې هم اغېزمنې کړې چې په دغه صنعت کې بوختې وي.

د کندهار د سرپوښ بازار یو هټیوال اسدالله رسولي وایي چې له نورو هېوادونو راوړل شوې خولۍ د کندهارۍ هغو په پرتله ډېرې ارزانه دي چې دده په ټکو د کندهارۍ خولې د تولید مخه یې ډب کړې ده.

اقتصاد پوهان په دې نظر دي که افغان حکومت د هېواد لاسي صنعت ته پاملرنه ونه کړي، هغه لاسي تولیدات چې لاهم د ځینو کورنیو د اقتصاد یوازینۍ سرچینه بلل کېږي، هم له ماتې سره مخامخ شي.

ورته مطالب