د افغان ولسي پولیسو سکرتریت جوړ شو

سیمه ییز پولیس
Image caption د کورنیو چارو وزارت وایي په دې نوې پروژې کې به ځایي دفترونه او هم ګرځنده ډلې ولري چې په مخامخ ډول د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره د ولسي پولیسو سکرتریت پرانیستل شو.

د وزارت چارواکي وایي د ځانګړو ستراتیژیو په پلي کولو سره غواړي ددغې څانګې له لارې د خلکو او پولیسو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کړي.

د چارواکو په خبره ددغو ځانګړو تګلارو له مخې به افغان ملي پولیس د افغانستان په ټولو سیمو کې اوس له جرایمو سره د مبارزې برخې ته ډیره پاملرنه وکړي او د خلکو رضایت به تر لاسه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ولسي پولیسو د پروژې چاري په ټول افغانستان کې د جرمونو کچې د ټیټولو په موخه پیل شوې چې د هېواد په لویو او کوچنیو سیمو کې به د دفترونو په پرانیستلو سره خپلې چارې پرمخ وړي.

دوی له ملي پولیسو بېل نه دي، خو یوازې به د چارواکو په خبره تر ډېره له خلکو سره د بېلابېلو لارو اړیکي ټینګوي او د هغوی نیوکې، غوښتنې او وړاندیزونه راجستر او په مستقیم ډول د هغوی د ستونزو د هواري په برخه کې کار کوي.

په ټوله کې د افغان پولیسو پر وړاندې ډېرې نیوکې کیږي، چې په هغو کې نه یوازې ناسم چلند بلکې نامسلکي توب او د جنایې جرمونو د له منځه وړلو په برخه کې د پولیسو ناسمه ونډه یادېږي. همدا ددې لامل سوې چې خلک د پولیسو په وړاندې بې باوره شي او ددوی ترمنځ ورځ تربلې واټن ډیر شوی.

د کورنیو چارو وزارت وایي په دې نوې پروژې کې به ځایي دفترونه او هم ګرځنده ډلې ولري چې په مخامخ ډول د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.

ددغه نوي سکرتریت چارواکي په پام کې لري چې په یوه میاشت کې دوه ځله په کښته کچه په ټولو ولسوالیو او کلیو بانډو کې د خلکو له استازو سره غونډې ولري او هم به په لوړه کچه پخپله د وزارت چارواکي د پارلمان له استازو، د مدني ټولنو او نورو اړوندو کسانو سره د مخامخ غونډو په جوړېدو د هغوی وړاندیزونه واوري او په خپله تګلاره کې به یې ځای کړي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال عبدالرحمن رحمن ددغه سکرتریت په پرانستې غونډې کې دا د هغو هڅو یوه برخه وبلله چې دده په خبره د عامه نظم د رامنځ ته کېدو په موخه شوي دي.

ښاغلی رحمن وایي په دې وروستیو کې د تېیرو کلونو پر تله د پولیسو پر وړاندې د خلکو د باور کچه لوړه شوې ده:

''له نېکه مرغه نن د افغانستان د خلکو اووه اتیا سلنه یې پولیسو ته درناوی کوي چې دا د تېر کال پرتله اته سلنه ډېروالی ښیي. یو اتیا کسان په دې باور دي چې ددوی د سیمې پولیس په قانون ډیر ښه پوهېږي او د جرمونو کچه شپو سلنه ټیټه شوېده . اتیا سلنه خلک وایې چې د سیمو د څارني د ډلو جوړیدو ددوی په سیمه کې د امنیت په راوستلو کې ښه پایله لري . اویا سلنه باور لري چې پولیس د میرمنو ډیر درناوی لري ، خو دا ټول کافي نه دي او موږ د دې وضعیت د لا ښه کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.''

د ناټو روزنیز ماموریت او د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره یو ان ډي پي ددغې پروژې مالي لګښت ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مرستیال یان یلیس د پولیسو په وړاندې د خلکو باور د یوې ټولنې لپاره ډیر اړین بولي:

''ددې لپاره چې د افغانستا ن دولت د خلکو د درناوي او باور وړ وګرځي ، نو دا اړینه ده چې د پولیسو ځواکونه هم د د دولت د یوې برخې په توګه د خلکو د خدمت ځانګړنه په ځان کې ولري.''

د ولسي پولیسو پروژه وړاندې د کابل د اتو ولسوالیو په ګډون په هرات، ننګرهار، بامیان، پروان او پنجشیر کې په ازمایښتي ډول پلې شوې او چارواکي یې پایله مثبته بولي.

د کورنیو چارو وزارت وایې دا بهیر به ټول افغانستان ته وغځیږي خو په لومړي سر کې ددوی په خبره تر ټولو ډیر په هغو سیمو او ولایتونو کې ددې پروژې اړتیا ډیره ده چې د امنیتي چارو د سپارني بهیر په کې پلي شوی دی.

افغان دولت او د هغو نړیوالو ملګرو په تیرو څو کلونو کې دغه هیواد ته د امن د راوستلو په برخه کې ډیرې هلې ځلې کړې دي، خو ددوی دا هڅې تر اوسه هغسې چې تمه یې ده، ښه پایله نه لري.

افغان چارواکي اوس هیله ښیي چې د ولسي پولیسو او له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ له لاري به د امنیت په ښه والي کې مرسته وکړي.

ورته مطالب