هرات او هلمند کې ځانمرګو بریدونو ۱۵ افغانان ووژل

د هرات نننی برید د انځور حقوق AFP
Image caption برید د ګذرې ولسوالۍ په دروازه کې شوی دی.

د افغانستان لوېديځ ولایت هرات په ګذره ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی، چې د امنیتي چارواکو په وینا، یوولس کسان یې وژلي او تر ۲۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، برید د ولسوالۍ په دروازه کې داسې مهال شوی، چې ګڼ ولسي وګړي د خپلو ورځنیو کارونو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

د هرات امنیه قومندان سید اقا ثاقب ویلي، په وژل شوو کې اته ولسي وګړي او درې پولیس دي.

نوموړي د ټپیانو شمېر ۲۲ کسه وښود، چې ولسي وګړي او پولیس په کې دي.

په لوېديځ کې د پولیسو د زون قومندانۍ ویاند عبدالرؤوف ویلي، چې برید سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ګذرې ولسوالۍ په دروازه کې شوی دی.

نوموړی وايي چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ ودانۍ ته له چاودېدونکو توکو د ډګ ګاډي د ننوتلو مخه نیولې او بیا ګاډی چوول شوی دی.

د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل، چې د برید پرمهال د ولسوالۍ د ننه و، اې پي خبري اژانس ته ویلي ''ځانمرګي برید کوونکي د ولسوالۍ ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله، خو د امیني سرتېرو له خوا له درولو وروسته یې خپل ګاډی په دروازه کې چوولی دی.''

ښاغلي پوپل ویلي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې پولیس او ولسي خلک دي.

عیني شاهدان وايي مړي او د چاودېدلي ګاډي ټوټې یې لیدلې دي.

ګذره ولسوالي د هرات له ښاره سوېل لوري ته په ۱۰ کیلومترۍ کې لیرې هوايي ډګر ته څېرمه پرته ده.

خبریالان وايي هرات په نسبي توګه په امن کې و، خو د افغانستان په ختيځ او سوېل کې د تاوتریخوال له ډېرېدا سره هلته هم بریدونه پیل شول.

بل خوا، په سوېلي ولایت هلمند کې درو ځانمرګو بریدونو لږترلږه څلور افغان پولیس وژلي دي.

د هلمند د والي دفتر ویلي، چې برید په موسی کلا ولسوالۍ کې شوی دی.

چارواکو ویلي، برید داسې مهال شوی، چې درو ځانمرګو برید کوونکو د پولیسو پر مرکز برید وکړ.

چارواکي زیاتوي چې دوو برید کوونکو له چاودېدونکو توکو خپل ډک واسکټونه وچوول او درېیم یې د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

ورته مطالب