هند د افغانستان په کان کنستنه کې پانګونه کوي

افغان کان کینستونکی د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر چین وروسته هند په نړۍ کې د پولادو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی.

افغانستان او هند یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په افغانستان کې د اوسپنې او پولادو د تولید په برخو کې زمینې برابرې شي.

ددې موافقې پر بنسټ به هند له افغانستان سره د اوسپنې او پولادو د کانونو په تخنیکي څېړنو کې هم مرسته کوي.

افغان چارواکي دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک تړون په پیاوړي کولو کې یو بل مثبت بولي.

د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیک تړون تر لاسلیکولو وروسته دا څلورم تړون دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیکېږي.

د دغه سند له مخې چې د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهراني او د هند د پولادو وزیر بني پرساد ورما ترمنځ لاسلیک شو، هند به له افغانستان سره د اوسپنې او پولادو د کانونو په تخنیکي څېړنو کې هم مرسته کوي.

د ښاغلي شهراني په وینا، د دغه تړون په لاسلیکولو سره به په افغانستان کې د هند لپاره د اوسپنې او پولادو د را ایستنې زمینه برابره شي:

د کدرونو روزل

''دغه د تفاهم یادښت یا موافقه لیک په افغانستان کې د اوسپنې او پولادو د تولید په برخو کې هند ته د پانګونې ښه حقوقي زمینه برابره کړي. دغه راز د افغان کدرونو د روزنې او د هندي دولتي او خصوصي کمپنیو د هڅونې لپاره به هم ښې زمینې برابرې کړي.''

د افغانستان د کانونو وزرات د ارزونې له مخې، د افغانستان د اوسپنې او پولادو د کانونو ارزښت میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

وړاندې تر دې یوه هندي شرکت د حاجیکګ اوسپنې کان د را ایستلو تړون تر لاسه کړی دی.

تر چین وروسته هند په نړۍ کې د پولادو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی.

اټکل دی چې د افغان او هندي چارواکو ترمنځ د سکرو او کیمیاوي سرو په برخو کې هم تړونونه لاسلیک شي.

ورته مطالب