کابل: له امريکا سره ستراتيژيک تړون ته لاره هواره ده

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت د امرېکا د ا غوښتنه منلې چې د اوږد مهالو اړيکو ستراتيژيک تړون بايد د شيکاگو تر کنفرانس مخکې لاسليک شي.

افغان حکومت وايي چې له ناټو ځواکونو سره د شپنيو عملياتو تر هوکړه ليک او افغان ځواکونو ته د زندانو سپارلو تر تړون وروسته دغه هيواد يو ځل بيا د امريکې له متحدو ايالتونو سره د ستراتيژيک تړون په اړه خبرې پيل کړي.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي ويلي دي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو زندانونه او د هغوى شپني عمليات د ياد شوي تړون په مخکې تر ټولو لوى خنډونه وو چې اوس هوار شوي د ياو بل ستر خنډ په مخ کې نه ليدل کيږي.

ښاغلي فيضي وويل په پام کې ده چې دغه سند د شيکاگو تر غونډې مخکې لاسليک شي چې پر بنسټ يې د راتلونکې افغانستان سره نړيوال چلند جوت شي.

له هغه مهال راهيسې چې د افغانستان او متحدو ايالتونو تر منځ د اوږدمهاله ستراتيژيک تړون په اړه خبرې اترې پيل شوي، څو څو ځله يې په ترڅ کې د داواړو هيوادونو تر منځ جوت توپيرونه ښکاره شوي دي، په ځانگړي ډول افغان حکومت په خپله خاوره کې د بهرنيو ځواکونو د زندانونو او د هغوى له خوا کيدونکو شپنيو عملياتو سره جوړ نه و.

يو شمير افغان چارواکو دا دوه خبرې له خپلې ځمکنۍ بشپړتيا سره په ټکر کې بللې او ولسمشر کرزي هم ويلي وو چې تر کومه دا دوه چارې افغاني نه شي او واک يې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ونه سپارل شي حکومت به يې له امريکا سره د اوږد مهالو ستزاتيژيکو اړيکو تړون لاسليک نه کړي.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي وويل دا چې د افغانستان دوه سترې غوښتنې ومنل شوې نو د ستراتيژيک تړون پر اړه هم خبرې پيل شوې چې افغان حکومت اوس په دې برخه کې کومه ستره ستونزه نه ويني.

ښاغلي فيضي وويل د امریکا له متحده ایالتونو سره د ستراتیژيک تړون په لاسلیکولو کې تر ټولو مهمې موضوعګانې شپني عملیات وو، چې دواړه غاړې یوې هوکړې ته پکې سره ورسېدل او بل د بهرنیو زندانونو د موجودیت موضوع وه، چې په دې اړه هم موافقه لیک لاسلیک شوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا له متحده ایالتونو سره د ستراتیژيک تړون په لاسلیکولو کې تر ټولو مهمې موضوعګانې شپني عملیات وو

خو له امرېکا سره د سترا تېژيک تړون د لاسليکلو په برخه کې رسنيو يوه بله خبره هم توده ساتلي وه او هغه په افغانستان کې د امريکې د متحدو ايالتونو د اوږرمهالو اډو جوړيدل دي،چې پر بنسټ يې يو شمير افغانانو د ستراتيژيک تړون د نه لاسليکولو غوښتنه کوله.

خو ښاغلي فيضي وويل چې د اوږمهالو اډو خبره د ستراتيژيک تړون له منځپانگې ويستل شوې ده او د شيکاگو تر غونډې وروسته به افغانستان او متحده ايالتونه په دې برخه کې يو ځانگړى دفاعي هوکړه ليک لاسليک کړي.

ښاغلي فيضي زياته کړه افغان حکومت د امرېکا د ا غوښتنه منلې چې د اوږد مهالو اړيکو ستراتيژيک تړون بايد د شيکاگو تر کنفرانس مخکې لاسليک شي چې پر بنسټ يې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته افغانستان سره وړ نړيوال چلند وشي.

د شيکاگو غونډه په را روانه ميلادي مياشت کې د امريکا په شيکاگو ښار کې جوړيدونکې ده چې په ترڅ کې به يې له دغه هيواد سره د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته نړيوالې مرستې جوتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ځانگړو افغان امنيتي ځواکونو د ورستۍ پر مختيا په ترڅ کې تيره شپه د لومړي ځل لپاره په دريو ولايتونو هلمند، کندهار او فارياب کې په يوازې ځان شپني عمليات تر سره کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې عمليات يې په بشړ برياليتوب سره تر سره کړي او خپلو موخو ته رسيدلي دي.

ورته مطالب