ترکمنستان پر افغانستان غازو پلورلو ته غاړه کېښوده

د انځور حقوق UNIAN
Image caption افغانستان له ترکمنستان څخه تر هند پورې د غازو د نلليکې د غځولو لپاره ډير لېواله دى

ترکمنستان سلا کړې چې د افغان چارواکو په وينا په مناسبه بيه تر ٣٠ کلونو پورې پر افغانستان هر کال ٥٠٠ ميليونه مکعب متره غاز وپلوري.

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان په اقتصادي غونډه کې له ترکمنستان څخه د غازو د پېرلو او دغه راز د غازو پر نلليکې د سه شنبه په ورځ د اپريل ١٠ مه په کابل کې خبرې وشوې.

د افغانستان د کانونو وزير وحيد الله شهراني چې په دې وروستيو کې ترکمنستان ته تللى و د اقتصادي غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي شهراني د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته د افغاني پلاوي د کاري سفر په باب چې موخه یې د ولسمشرۍ د دفتر ترمخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د غازو د بیې ټاکل و چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند پورې د ګازو د نللیکې په اړه په خبرو کې له مهمو موضوعګانو څخه ده، خپل رپوټ وړاندې کړ.

افغان وزيروویل " د ده په مشرۍ افغاني پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د ودې لپاره په بیلابیلو برخوکې د ترکمنستان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه چې په مقابل کې د ترکمنستان لوري د دغو همکاریو د دوام او پراختیا، په ځانګړې توګه د غازو د مناسبې بیې په برخه کې ډاډ څرګند کړ."

Image caption څرگنده نه ده چې دغه گاز به په افغانستان کې دننه په کومو ځايونو کې کاريږي

په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي په دغه کتنه کې افغاني پلاوي د حق العبور د فیس په اړه له پاکستان او هندوستان سره په مذاکروکې د شوي پرمختګ په باب د ترکمنستان لوري ته معلومات وړاندې کړل.

افغان وزير د دغې پروژې پر ستراتیژیکې ارزښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې افغانستان له دغې پروژې څخه په پوره علاقه مندۍ سره ملاتړ کوي.

د افغانستان د کانونو وزیر د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره خپله کتنه ګټوره وبلله، ويې ویل " د ترکمنستان ولسمشر له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ او په افغانستان باندې یې په مناسبه بیه د ٣٠ کلونو لپاره په کال کې د۵۰۰ میلیون مکعب مترو ګازو په پلورلو موافقه وکړه."

دا لا څرگنده نه ده چې دغه گاز به په افغانستان کې دننه په کومو ځايونو کې کاريږي او د رسولو لپاره به يې کله کار پيليږي.

افغانستان له ترکمنستان څخه تر هند پورې د غازو د نلليکې د غځولو لپاره ډير لېواله دى چې له تيرو نژدې دوو لسيزو پرې فکر روان دى او لا يې هم چارې پيل شوې نه دي.

ورته مطالب