سور صليب د ولسي وگړو د ساتنې غږ کوي

سور صليب
Image caption سور صليب اندېښمن دى چې د هوا له تودېدا سره ښايي جنگ تود شي

د سرۀ صليب نړيواله ټولنه وايي داسې ويره په افغانستان کې ډيره شوې ده چې د پسرلي په راتگ او د واورو له ويلېدا سره به بيا جگړه توده شي.

دا ټولنه وايي چې دوى له افغانانو سره خبرې کړي دي او دا ورته جوته شوې ده چې د افغانستان وگړي له نا امنيو اندېښمن دي.

د سرۀ صليب يوۀ چارواکي عبدالحسيب حبيبي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت وويل دوى له هغو ټولو غاړو چې په افغانستان کې په جنگ کې ښکېل دي، هيله کوي چې د ملکي وگړو ساتنې ته ډير پام وکړي.

په تيرو څو کلونو کې د ملگرو ملتونو شميرې ښيي چې د افغانستان په جگړو کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې شميره ډيره شوې ده.

سرۀ صليب وويل:

" موږ يو وار بيا له ټولو غاړو، چې نړيوال ځواکونه، افغان ځواکونو ، ملي او سيمه ييزو پوليسو، وسله وال حکومت مخالفې ځواکونه، حکومت پلوې ملېشې او د حکومت مخالفو له پلويو ملېشو هيله کوو چې له نړيوالو بشري قوانينو سره سم د هغو ملکيانو ساتنه يقيني کړي چې په جنگ ځپلو سيمو کې ايسار دي."

د سرۀ صليب چارواکي حبيبي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په ليرې پرتو سيمو کې د کلينيکونو د ساتنې په برخه کې هم دوى ډير اندېښمن دي.

دۀ وويل: " په ډيرو ليرې پرتو سيمو او کليو کې د خلکو د درملنې يوازينى مرکز همدا يو کلينيک وي، بايد د هغه د ساتلو هڅه وشي چې ملکي وگړي ترې گټه اخلي."

سور صليب دا هم وايي چې د روان ميلادي کال په لومړنيو دريو مياشتو کې دوى په حالاتو کې د ښه کېدا کوم څرک نه دى ليدلى او په داسې حال کې چې جنگ ښايي لا پسې تود شي د روغتيا په برخه کې ډيره اندېښنه لري.

ورته مطالب