هلمند کې د وراوالو موټر ماين والوزاوۀ

گلاب منگل د انځور حقوق Reuters
Image caption ډير ځله د وسله والو مخالفينو په ماينونو کې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله رسيږي

د افغانستان د سويلي ولايت هلمند په گرمسير ولسوالۍ کې وادۀ ته د روانو موټر پر ماين وخووت چې دوه ماشوم پکې ووژل شول او د دوو نورو کوچينيانو په گډون يې شپږ کسه ټپيان کړل.

د هلمند والي ګلاب منګل وایی چې پېښه د پنجشنبه په ورځ هغه مهال وشوه چی د واده یو موټر د سړک غاړې ماین باندې برابر شو.

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یو جدي ګواښ دى، چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي د گرمسير ولسوالۍ ماین ايښودونكى د خلكو له خوا نيول شوى دى چې قهروړي ولس يې غوږونه غوڅ کړي دي.

والي گلاب منگل زياته کړه چې ډير ځله د وسله والو مخالفينو په ماينونو کې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله رسيږي.

چارواکي وايي چې سیمې ته پولیس رسېدلي دي او تورن کس یې نیولى دى چی اوس مهال يې په روغتون کې درملنه کيږي.

تېر كال د هلمند په ناوه ولسوالۍ كې ورته پېښه شوې وه .

ځايي خلکو د رپوټونو ترمخه هغه دوه تنه طالبان په ډبرو ووژل چې له يوه جومات نه يې د سيمې قومي مشر ايستلى او په ډزو وژلى وو.

ورته مطالب