کرزي د ولسمشرۍ د ټاکنو د وخت بدلېدا امکان وښود

د انځور حقوق AFP
Image caption غونډه کې ښاغلي راسموسن ټینګار وکړ چې د ناټو غړي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو کې د احتمالي بدلون خبره کړې ده.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر کرزي د دندې موده په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسیږي او په همدې کال کې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت هم ختمیږي.

ښاغلي کرزي په کابل کې د ناټو د سرمنشي انریس فو راسموسن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې پر داسي پوښتنو سلا مشورې رواني دي چې آیا کولی شي په یوه کال يعنې ۲۰۱۴ کال کې په دې وتوانیږي چې دوې مهمې چاري تر سره کړي او کنه؟

ولسمشر کرزی واېې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پریکړې ته لا وخت شته.

افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت ختمېدل او د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل هغه دوې مهمې چاري دې چې هم مهاله يعنې په ۲۰۱۴ کال د افغان دولت په وړاندي پرتې د ې، خو ظاهرا داسي بریښي چې افغان دولت له دغو دوو خپرونو څخه د یوې د وخت د احتمالي بدلیدو په اړه غور کوي.

ولسمشر کرزي پّه کابل کې د ناټو د سرمنشي انریس فو راسموسن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، پر یوې داسي طرحې کار کوي چې ښایې یا ولسمشریزې ټاکنې تر ټاکلي مودې یو کال وړاندي تر سره کړي یا هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش را وړاندي کړي.

ولسمشر کرزي د یوې پوښتني په ځواب کې وویل چې په دې اړه سلا مشورې کوي چې کومه یوه خپرونه د مخه کړي خو وایې تر اوسه یې وروستۍ پریکړې ته ندي رسیدلي.

ولسمشر کرزي زياته کړه چې "دا هغه پوښتنه ده چې زه یې لرم او هغه مې له خپلو ملګرو سره شریکه کړې. که د ډیرو ښکېلتیا له کبله و نه توانیږو چې هغه ټولې چاري تر سره کړو، آیا کولی شو په ۲۰۱۳ کال کې د انتقال بهیر او د نړیوالو ځواکونو د وتلو چارې عملي کړو؟په هغه صورت کې بله آجندا په ۲۰۱۴ کال کې عملي کیږي او یا باید د انتقال بهیر پرخپل ټاکلې وخت يعنې ۲۰۱۴ کال کې بشپړ کړو او ولسمشریزې ټاکنې یو کال وړاندي يعنې ۲۰۱۳ کال ته راوتلو. دا هغه څه دي چې په اړه یې فکر کوم . په دې اړه سلا مشورې شوي خو تر اوسه پریکړه نه ده شوې، اوس لا وختي دی".

ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې دا مسایل تر اوسه د یوې پوښتنې په حد کې دي او په وینا یې لا هم وروستۍ پریکړه نه ده شوې، خو ډاډ یې ورکړ چې هغه څه به کوي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

په هم دې حال کې د ناټو سرمنشي انریس فو راسموسن د ۲۰۱۴ کال تر پایه د مسولیتونو د لیږد او د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر پر بشپړیدو ټینګار وکړ او وويل چې پدې مهال ویش کې تر اوسه هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي راسموسن د افغان ځواکونو وړتیا وستایله او هیله یې وښوده چې دغه ځواکونه به وتوانیږي په سمه توګه د خپل ټول هیواد امنیتي چاري په غاړه واخلي.

ښآغلي راسموسن ټینګار وکړ چې د ناټو غړي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ناټو ژمنه وکړه چې د شیکاګو په غونډه کې به چې په راتلونکې زیږدیزي میاشتې کې تر سره کیږي د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې لا ډیر مسولیتونه پرغاړه واخلي.

ورته مطالب